دکرنې وزارت پلاوي د پکتیا مرستیال والي سره وکتل

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۹ - ۱۱:۳۲
دکرنې وزارت پلاوي د پکتیا مرستیال والي سره وکتل

۹ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
١۶ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پلاوی هریوه مولوي حضرت محمد طیب، د ارزونې، استملاک او بیا میشتېدنې رییس، مولوي سید محمد سعید، د انتقال او وېش رییس، د استملاکي پروژو د همغږی رییس الحاج شاه جهان جلات په داسې حال کې، چې د پکتیا ولایت د کرنې رییس مولوي عبدالروف سعید یې ملتیا کوله د پکتیا مرستیال والي الحاج شیخ انعام الله صلاح الدین سره وکتل.
ددې کتنې په پیل کې د ارزونې، استملاک او بیا میشتېدنې رییس مولوي حضرت محمد طیب پکتیا ولایت ته د خپل سفر د موخې په اړه معلومات وړاندې کړل.
نوموړي وویل د دوی د سفر موخه په دې ولایت کې د زون په کچه د استملاک، تصفیې، کدستر، د ځمکو د انتقال او تبادله او دځمکې بانک په برخو کې د کارکوونکو لپاره د هغو د علمي ظرفیتونو د لوړولو په موخه د ورکشاپ جوړول دي، چې پر وینایې نیږدې ورځو کې به دائر شي.
ښاغلي طیب زیاته کړه، چې دغه ورکشاپ د هېواد په کچه په ټولو زونونو کې د کارکوونکو علمي ظرفیتونو د لوړولو په موخه د ځمکو چارو په حقوقي او تخنيکي برخو کې په لاره اچول شوی، چې په شمال، لوېديځ، او کندهار زونونو کې له دې وړاندې ترسره شوی او اوس مهال په سهیل ختیځ زون کې د پکتيا، خوست، غزني، او پکتیکا  ولایتونو کارکوونکو لپاره د پکتیا ولایت د کرنې،اوبولګولو او مالدارۍ ریاست کې دایرېږي، چې په یاده برخه کې یې د ولایتي ادارې د همکاریو غوښتنه وکړه.

وروسته د پکتيا مرستیال والي شیخ مولوي انعام الله صلاح الدین د کرنې، اوبو لګولو اومالدارۍ وزارت څخه راغلي پلاوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ د هر راز همکاریو ډاډ ورکړي.
 نوموړي دغه ډول روزنیز ورکشاپونه د کارکوونکو د پوهې او علمي کچې لا لوړولو په برخه کې خورا مؤثر یاد کړل او هغوی ته یې سپارښتنه وکړه، چې دغه پروګرام په خورا ښه ډول ترسره کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۱۰:۴۸
Background image

د پکتیا او پکتیکا ولایتونو د کرنې ریاستونو له کارکوونکو سره د اوبولګولو او طبیعي سرچینو د مرستیال غونډه


۱۰ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان سویل ختیځو ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۹:۴۷
Background image

کونړ کې د کب روزنې سکټور د پراختیا په پار هڅې؛ د کب روزنې څلور سوداګریز فارمونه جوړېږي

کونړ کې د کب روزنې فارمونه د ودې په حال کې ده او په تېرو څو کلونو کې په دغه ولایت کې د کبانو روزنې ډېر شمېر فارمونه جوړ شوي او د کبانو روزنې ته د خلکو لیوالتیا زیاته شوې ده، چې په همدې. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۹:۴۵
Background image

ننګرهار کې ۱۰۰ بزګرانو ته د ورمي کمپوست سرو تولید او چنجیو روزلو برخه کې روزنه ورکړل شوه

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو اومالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د افغانستان ځنځیروي ارزښت پروګرام  له لورې روداتو ولسوالی ۱۰۰ تنو نارینه او مېرمنو ته د عضوي سرو تولید او چنجیو روزلو په برخه. . .

بازگشت