کندهار کې د طبي بوټو د راټولولو قرارداد لاسلیک شو
![کندهار کې د طبي بوټو د راټولولو قرارداد لاسلیک شو](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-05/img-20240512-wa0324.jpg)
۲۳ غویی ۱۴۰۳ه.ش
۳ ذوالقعده ۱۴۴۵ه.ق
دکندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د کرنې وزارت او کندهار ولایت مقام سره په بشپړه همغږۍ ددې ولایت د شورابک ولسوالی درود او سرلټ سیمو کې د انجې طبي بوټي څخه په مسلکي ډول د ګټې اخستنې قرارداد لاسلیک شو.
د قراردادونو یاد مراحل چې د داوطلبۍ په توګه ترسره شوې ده، په کې د کندهار دکرنې ریاست ترڅنګ د اړوندو ادارو چارواکو هم حضور درلود.
د انجې طبي بوټو څخه د استفادې کولو په منظور د کرنې وزارت د ځانګړي طرزالعمل له مخې د ولایت مقام په همکارۍ ګټه اخیستل کېږي، چې د قراداد پیسې به یې په اصولي ډول د اسلامي امارت د وارداتو حساب ته جمعه کېږي.