کندز کې د طبق ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۳:۲۲
کندز کې د طبق ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۸ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کندز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت په مرکز او امام صاحب ولسوالۍ کې د طبق ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل کړی دی.
دغه کمپاین د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د راه نوین پرمختیایې د فتر په همکارۍ د مرکز او امام صاحب ولسوالۍ په مربوطاتو کې په لاره اچول شوی دی.
  د یادونې وړ ده چې په یاد کمپاین کې د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ آمریت د استازي او د یاد دفتر د مسوولینو تر څارنې لاندې ۵۵۶ غواګانې به د طبق ناروغۍ په وړاندې واکسین شي.
ددې واکسین موخه د څاریو خوندیتوب او په دې ولایت کې د لبني توکو زیاتوالی ښودل شوی دی.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۵:۵
Background image

د ننګرهار درېیو ولسوالیو کې ۲۶۰ بېوزله کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا په موخه خوسۍ ووېشل شوې

۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ډاکار خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او  ډانېډا په ۶.۵ میلیونه افغانیو مالي لګښت. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۴:۵۴
Background image

د ننګرهار دکرنې رییس؛ تردې وروسته به د کرنې په سکتور کې د اړتیا په اساس پروژې ډیزاین او پلي کېږي

۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د اقتصاد رییس مولوي عطاالرحمن فاتح او ورسره مل پلاوي د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن سره د کرنې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۳:۵۱
Background image

د پکتیکا د کرنې ریاست تخنیکي ټیم د هلتو مؤسسې له فعالیتونو څخه څارنه وکړه

۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیکا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تخنیکي ټیم برمل او ګیان ولسوالیو کې د هلتو مؤسسې له فعالیتونو څخه څارنه وکړه او د یادې مؤسسې. . .

بازگشت