پکتیکا کې سلګونو مالدارانو سره د څارویو د خوراکي توکو مرسته وشوه
۸ غویی ۱۴۰۳ه.ش
۱۸ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «آر،آر،اې،اې» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت په نکه او سروضه ولسوالیو کې پر نږدې ۱۱۳۰ مالدارانو د څارویو خوراکي توکي او د شفتلو تخمونه وېشلي دي.
د پکتیکا دکرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې مرستې په ترڅ کې د نکه ولسوالی پر زرو مالدارانو د شفتلوتخم او د څارویو خوراکي توکي او دغه راز په سروضه ولسوالی کې پر ۱۲۵مالدارانو د څارویو خوراکي توکي وېشل شوي دي.
ددې مرستې موخه د مالدارانو ملاتړ او په ټوله کې ددې ولایت د مالدارۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.