پکتیکا کې د طبي بوټو د راټولولو قراردادونه لاسلیک شول
![پکتیکا کې د طبي بوټو د راټولولو قراردادونه لاسلیک شول](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-05/img-20240511-wa0248.jpg)
دپکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د کرنې وزارت او پکتیکا ولایت مقام سره په بشپړه همغږۍ ددې ولایت په څلورو ولسوالیو لکه نعمت آباد، ګومل، وازیخواه او وړممی کې د انجې او اوښی طبي بوټي څخه په مسلکي ډول د ګټې اخستنې قراردادونه لاسلیک شول.
د قراردادونو یاد مراحل چې د داوطلبۍ په توګه ترسره شول په کې د پکتیکا دکرنې ریاست ترڅنګ د اړوندو ادارو چارواکو هم حضور درلود.
د اوښی طبي بوټی، چې شیره یې د بېلابېلو ناروغیو مخنیوی لپاره په طبابت کې کارول کېږي په خپل سري توګه په غرنیو سیمو کې په موسمي ډول راشنه کېږي چې مخکې به له دغو بوټو څخه په غیر فني ډول د اشخاصو او افرادو لخوا ګټه اخیستل کېدل.
دا مهال ددغو طبي بوټو څخه د استفادې کولو په منظور د کرنې وزارت د ځانګړي طرزالعمل له مخې د ولایت مقام په همکارۍ ګټه اخیستل کېږي، چې د قراداد پیسې به یې په اصولي ډول د اسلامي ام.ارت د وارداتو حساب ته جمعه کېږي.