هلمند کې د اصلاح شویو تخمونو د تولید شرکتونو له مسؤلینو سره ناسته وشوه
۵ چنګاښ ۱۴۰۳ه.ش
۱۸ ذیالحِجّة ۱۴۴۵ه.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي نیازمحمد وهاج، په داسې حال کې چې د ځمکو د تنظبم آمر الحاج ملا زین الله زاهد، د کرنیزو چارو آمر احمد محب، د تخمونو تصدیق ورکولو آمر قاري مولوي حمدالله (بشیراحمد) ، د کرنیزو څېړنو، بوټو ساتنې او اجرائیه مدیرانو هم حضور درلود د کرنیزو قراردادي شرکتونو مسؤلینو سره ناسته وکړه.
د هلمند دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د کرنې ریاست اړوند ګوهرګین تکثیري فارم کې نوموړو شرکتونو ته د اصلاح شویو تخمونو د تولید او تکثیر په موخه ٥٥١ جریبه ځمکه په اجاره ورکړل شوې ده، په همدې موخه د یادو کرنیزو شرکتونو مسؤلینو چې په ترکیب کې یې د بست، قدرت سمیع، سدوزایي او اخلاص شرکتونو استازي او مسؤلین شامل دي د خپلو تر لاس لاندې فعالیتونو تر څنګ د یو شمېر ستونزو او وړاندیزونو په اړه د کرنې ریاست مقام سره خپل معلومات شریک کړل.
په همدې حال کې د هلمند دکرنې رییس د یادو شرکتونو د باقیاتو د تحویلي او د پلان مطابق د نوموړې ځمکې څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې مسؤلینو او د شرکتونو استازو ته لازمې سپارښتنې وکړې
د هلمند دکرنې رییس وویل: «د تکثیري فارم ځمکې چې یوازې د اصلاح شویو تخمونو د تکثیر او تولید په موخه کارول کېږي، اړونده شرکتونه مکلف دي، چې د تخمونو د تولید د شرایطو د پوره کولو په صورت کې به خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي او هغه موارد او موضوعات چې د شرکتونو فعالیتونه پکې تر سوال لاندې وي په اړه به یې د کرنې وزارت مقام د لارښؤنو مطابق کړنې ترسره شي.»
همداراز د ناستې په لړ کې په بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې او د غونډې ګډوانوالو خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل، چې په ګڼو برخو کې لازم تصمیمونه ونیول شول.