نورستان کې د کروندګرو او کرنیزو کاروباریانو ترمنځ د هغمږۍ پیاوړتیا په پار هڅې
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګلولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د امریکا متحده ایالاتو پراختیایي ادارې په مالي لګښت او د «ډي.اې،آی» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د کرنیزو کاروباریانو او کروندګرو ګډ کانفرنس دائر شو.
په دې کنفرانس کې د نورستان ولایت د کرنې ریاست د کرنیزو چارو آمر، د څارویو او روغتیا آمر، د طبیعي سرچینو آمر، کرنیزو شرکتونو مسولینو او کروندګرو ګډون کړی وو.
په دې کنفرانس کې د نورستان د کرنې ریاست مسولینو د کانفرنس ګډونوالو ته وینا وکړه او کرنوندګر او کاروباریان یې وهڅول چې سوداګریزې اړیکې جوړې او نورستان ولایت کرنیز او حیواني محصولات ملي او نړیوال مارکیټ ته واړندې کړي.
په دې کنفرانس کې د کرنیزو محصولاتو نندارتون هم په لاره اچول شوې وه او ترڅنګ یې دکروندګرو او کرنیزو کاروباریانو ترمنځ هوکړه لیکونه هم لاسلیک شو، چې له مخې به یې کروندګر کرنیزو شرکتونو ته اومه مواد برابروي او شرکتونه یې تر پروسس وروسته نړیوالو مارکېټونو ته رسوي.