ننګرهار کې یوشمېر بڼوالو ته د ناکو او آلوچو متراکمو بڼونه جوړېږي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۷ - ۱۱:۴
ننګرهار کې یوشمېر بڼوالو ته د ناکو او آلوچو متراکمو بڼونه جوړېږي

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د اکشن آیډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي لګښت د ننګرهار په خوږیاڼو او کوزکونړ ولسوالېو کې ۱۷ تڼو بڼوالو ته د آلوچو او ناکو ۱۱ زره او ۹۰۰ نیالګیو کېنول شول.
ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې یاد بڼونه د نشه یي توکو بدیلو پروګرامونو له لارې پلي کېږي او هڅه کوي د نشه یي توکو مخنیوي په موخه لوړ حاصل ورکوونکي (متراکم )  نور بڼونه هم جوړ کړي.
نوموړې وویل، چې هر بڼوال ته ۷۰۰ نیالګي ورکړل شوي او په نږدې راتلوونکي کې په یادو بڼونو کې د پایو او لینونو نصبولو چارې هم پیل شي.
دغه راز یادو ۱۷ تنو بڼوالو ته په بڼونو د کرنیزو عملیو ترسره کولو، اوبو لګولو، سرې استعمال، هرزه وښو کنټرول او نورو اړونده برخو کې عملي او نظري روزنه هم ورکړل شوې ده او په راتلوونکي کې به هم د حاصل ټولولو، بسته بندۍ، سورت بندۍ او نورو برخو کې روزنه ورکړل شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱/۹ - ۱۲:۲
Background image

دکابل موسهي کې لسګونو بزګرانو ته د کچالو تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه


۹ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د کابل ولایت په موسهي ولسوالۍ کې ۶۱ بزګرانو ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر څار لاندې د همکارې مؤسسې په همکارۍ د کچالو تخم او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۹ - ۱۱:۵۹
Background image

د ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت د زیتونو حاصلات زیات شوي


۹ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت چارواکي وایي، چې دیاد شرکت د زیتونو حاصلات د تېر کال په پرتله ډېر شوي دي.
د ننګرهار وادي کرنيز امارتي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۹ - ۱۰:۵
Background image

ننګرهار کې پر امارتي ځمکو جوړو شوو مخابراتي سایټونو حسابونه تصفیه کېږي

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې پر امارتي ځمکو جوړو شوو د مخابراتي سایټونو د حسابونو د تصفیې لړۍ پیل شوی دی.
په همدې موخه د ننګرهار دکرنې. . .

بازگشت