ننګرهار کې پر امارتي ځمکو جوړو شوو مخابراتي سایټونو حسابونه تصفیه کېږي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۹ - ۱۰:۵
ننګرهار کې پر امارتي ځمکو جوړو شوو مخابراتي سایټونو حسابونه تصفیه کېږي

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې پر امارتي ځمکو جوړو شوو د مخابراتي سایټونو د حسابونو د تصفیې لړۍ پیل شوی دی.
په همدې موخه د ننګرهار دکرنې رییس مولوي محمد ولي محسن د اتصالات مخابراتي شبکې د قراردادونو استازي صهیب امین سره په کتنه کې د اتصالات مخابراتي سایټونو تصفیې، نوي قراردادونو او دهمغږۍ په هکله خبرې اترې وکړې.
د ننګرهار د کرنې رییس مولوي محمد ولي محسن د اتصالات کمپنۍ مسؤل ته د حسابونو دتصفیې، عوایدو پر وخت اجرآ کولو او نورو اړونده برخو کې لازمې سپارښټنې وکړې.
په همدې حال کې د اتصالات کمپنۍ قراردادونو استازي صهیب امین د  قراردادونو او انتنونو د پیسو پر وخت اجرآتو ډاډ ورکړ.
په ننګرهار کې لسګونه مخابراتي شبکو آنتنونه په بېلا بېلو  ولسوالیو کې پر امارتي ځمکو کې نصب شوي، چې د امارت د اصولو له مخې به د ټولو سره یو ډول چلند ترسره کېږي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د خوړو نړۍوال پروګرام له چارواکو سره وکتل

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

ننګرهار  کې ٦٠ بې وزله کورنیو سره د هګیو چرګانو مرسته وشوه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا» مؤسسې په ٢ میلیونه او ١٦٠ زره افغانیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې وزارت مالي او حسابي رییس په بلخ کې د عوایدو د مدیریت او راټولولو بهیر وڅېړه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف بلخ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

بازگشت