ننګرهار کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوی کړنې
۱۷ تله ۱۴۰۲ه.ش
۲۴ ربیعالاول ۱۴۴۵ه.ق
د ننګرهار ولایت د اماراتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د غصب مخنوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي کمېټې غړي په دې ولایت کې د ځمکې غصب مخنیوی او بېرته راګرځولو په پار هلې ځلې کړندي کړي دي.
ددغو هلو ځلو په دوام د ننګرهار ولایت د امارتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي ټیم د ننګرهار د کوز کونړ ګمبېري سیمه له نږدې وکتل؛ چې پدې لیدنه کې د ننګرهار ولایت دغصب مخنیوی تخنیکي پلاوي رییس مولوي عبدالستار محمد سربېره د عدلیي رییس، د فرمانونو او حکمونو د تطبیق رییس، د امنیه قومندانۍ مرستیال، د کار او ټولنیزو چارو رییس، قضایایې امارت امر او کدستر مسوول حضور درلود.
د ننګرهار د کرنې ادارې او تخنیکي پلاوي رییس مولوي عبدالستار محمد په مشرۍ دغصب مخنیوی تخنیکي پلاوي د ګمبېري او د غصب اړوند ګڼو نورو مهمو موضوعاتو باندې لنډ بحث او رڼا واچول شوه.
دغه راز د غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي د تخنیکي او مسلکي کسانو په مرسته د نقشو له مخي د ګمبیري دښتې حدود، نوعیت، کروکي، سکیج، او حد فاصل معلوم او د «جي.پي.تس» نقطې واخیستل شوې، چې مساحت یې دقیق معلوم او وروسته پري تصمیم ونیول شي.
همدارنګه دګمبیرې په سیمه کې مېشتو خلکو ته استعلامونه ورکړل شو او له دوی څخه د اسنادو غوښتنه وشوه.
باید وویل شي، چې د ننګرهار ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.