لغمان کې د ځنګلونو خوندیتوب په پار غونډه دائره شوه

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۱ - ۲۰:۵۸
لغمان کې د ځنګلونو خوندیتوب په پار غونډه دائره شوه


۱۱ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د لغمان په ولایت کې د کرنې وزارت د چارواکو او د لغمان ولایت د سیمه ییزو چارواکو او مخورو په شتون کې د ځنګلونو د وهلو د مخنیوي په پار د نظرغوښتنې په موخه غونډه دائره شوه.
په دې غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د ځنګلونو پر ارزښت خبرې وکړې او په هېواد کې یې د ځنګلونو پر پراختیا ټینګار وکړ. « اوس مهال د افغانستان 2.6 فیصد جغرافیه  ځنګلونو پوښلي دي؛ خو په ډېرو هېوادونو کې د هغوی د هېواد د جغرافیې ۲۰-۳۰ سلنه برخه په ځنګلونو پوښل شوي دي، د نورو هېوادونو په پرتله زموږ د هېواد ځنګلونه ډېر کم دي، دا ځکه چې د تېرو څلورو لسیزو جګړو په ترڅ کې زموږ د هېواد ځنګلونه د ودې او پراخېدو پر ځای زیانمن شوي، اوس چې یو مناسب فرصت رامنځته شوی او د کرنې وزارت په هېواد کې د ځنګلونو د پراختیا لپاره پلانونه لري، نو راځئ چې په خپل هېواد کې ځنګلي سیمې زیاتې کړو او د شته ځنګلونو د پرې کولو مخه ونیسو.» 
په ورته وخت کې مولوي عطاء الله عمري د لغمان ولایت سیمه ییزو چارواکو او مشرانو ته د کرنې، مالدارۍ، اوبولګولو، طبیعي سرچینو او ځمکو په برخو کې د کرنې وزارت پلانونه او دندې تشریح کړل او د یادو پلانونو په تطبیق کې په ځانګړې توګه د ځنګلونو د خوندیتوب او پراختیا په برخه کې دکرنې وزارت د پروګرامونو دپلي کېدو په برخه کې د دوی د همکارۍ غوښتنه وکړه. 
په ورته وخت کې د لغمان ولایت سیمه ییزو مشرانو او مخورو د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو په برخو کې د ولسونو غوښتنې د کرنې له وزیر سره شریکې کړې او د حل په موخه یې د کرنې وزارت د رهبرۍ د پاملرنې غوښتنه وکړه.
همدارنګه د لغمان ولایت سیمه ییزو چارواکو او قومي مشرانو د ځنګلونو د ساتنې او پراختیا په برخه کې د کرنې وزارت د پلانونو هرکلی وکړ او د ځنګلونو د ساتنې ټولنې د جوړولو او پیاوړتیا او د ځنګلونو د چارو د تنظیم په برخه کې یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړل.
دا غونډه د کرنې وزیر مولوی عطاالله عمري، د لغمان والي قاري زین العابدین عابد، د ننګرهار د کانال رييس مولوي غلام رحمان کظیم، د ننګرهار د کرنې رييس مولوي عبدالستار، د لغمان د کرنې رييس مولوي محمد ولی محسن ، د اطلاعاتو، عامه پوهاوی رييس او د کرنې وزارت وياند مولوي مصباح الدين مستعین، د کرنې وزارت د ځنګلونو رییس محمد امان امانیار،  د لغمان ولايت والسوالان، دلغمان ولایت محلی چارواکی او مخورو او د کرنې وزارت د مقام سلاکار میرویس خوګیانی په حضور کې دائره شوې وه.

نشستی به منظور حفاظت از جنگلات ولایت لغمان برگزار شد
 ۱۱ اسد ۱۴۰۲ ه‍.ش 
نشستی به منظور  نظر خواهی جهت جلوگیری از قطع جنگلات با حضور داشت مسوولان وزارت زراعت و مسوولان و متنفذین محلی  ولایت لغمان در مقام ولایت لغمان برگزار شد.
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت آبیاری و مالداری در این نشست پیرامون اهمیت جنگلات سخن زده و تاکید بر توسعه ساحات جنگلی در کشور کرد « در حال حاضر ۲.۶ درصد جغرافیای افغانستان تحت پوشش جنگل قرار دارد؛ اما در سایر کشورها بیست الی سی درصد جغرافیای کشور شأن تحت پوشش جنگل قرار دارد و نظر به سایر کشورها جنگلات کشور ما بسیار کم می‌باشد که این به خاطری است که در طی جنگ‌های چهار دهه اخیر جنگلات کشور ما به عوض توسعه و گسترش متضرر گردیده است حالا که یک فرصت مناسب ایجاد شده  و وزارت زراعت هم برنامه‌های جهت توسعه جنگلات در کشور دارد پس  بیاید ساحات جنگلی را در کشور خود افزایش دهیم و از قطع جنگلات موجود جلوگیری نماییم».
در عین حال مولوی عطاءالله عمری برنامه‌ها و کارکردهای وزارت زراعت را در بخش‌های زراعت، مالداری، آبیاری، منابع طبیعی و اراضی برای مسوولان محلی و بزرگان ولایت لغمان بیان کرده خواستار همکاری آنان در تطبیق برنامه های وزارت زراعت در بخش‌های ذکر شده خصوصا حفاظت و توسعه جنگلات شد.
در همین حال بزرگان و متنفذین محلی ولایت لغمان خواست‌های شأن را در بخش‌های زراعت، مالداری و  آبیاری با وزیر زراعت مطرح کرده و خواستار توجه رهبری وزارت زراعت به انجام آن شدند.
همچنان مسوولان محلی و بزرگان محلی ولایت لغمان از برنامه‌های وزارت زراعت در بخش حفاظت از جنگلات و توسعه آن استقبال کرده و اطمینان هرنوع همکاری را  در بخش ایجاد و تقویه انجمن‌های حفاظت از جنگلات و  تنظیم امور جنگلات با وزارت زراعت سپردند.
این نشست با حضور داشت مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، قاری زین العابدین عابد مولوی غلام الرحمن کظیم رییس کانال ننگرهار، مولوی عبدالستار رییس زراعت ننگرهار، مولوی محمد ولی محسن رییس زراعت لغمان، مولوی مصباح الدین مستعین رییس اطلاعات، آگاهی عامه و سخنگو وزارت زراعت، محمد امان امانیار رییس جنگلات وزارت زراعت، میرویس خوگیانی مشاور مقام وزارت زراعت ولسوالان ولسوالی های لغمان و شماری از مسوولان  و متنفذین محلی  ولایت لغمان برگزار شد بود.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۱:۵
Background image

خوست کې د لرګیو د ضبط او قاچاق د مخنیوي څارنه

۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، د خوست ولایت په بېلابېلو سیمو کې د لرګیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۰:۴۸
Background image

د ځنګلونو د حفاظت او د بیا احیا کولو  په پار د هڅو دوام

۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ځنګلونو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۰:۴۲
Background image

د باغ داود سيمې د کورونو د سروې چارې پیل شوې

۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ادارې د غیر رسمي ښاري سيمو د ثبت رياست مسوولينو او کارکوونکو لخوا د کابل ولايت په پنځمه حوزه او. . .

بازگشت