د ۱۴۰۳ یم کال د بزګر مېله او د کرنیزو محصولاتو پسرلني نندارتون کې د غرفې په نیولو سره خپل تولیدات خرڅ کړئ

mail-admin
د ۱۴۰۳ یم کال د بزګر مېله او د کرنیزو محصولاتو پسرلني نندارتون کې د غرفې په نیولو سره خپل تولیدات خرڅ کړئ

ټاکل شوې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست له خوا د بزګر مېله او د کرنیزو محصولاتو دېرشم نندارتون د۱۴۰۳ یم کال د غویي میاشتې له۱۲ تر۱۵مې نېټې پورې، د سلګونو تولیدوونکو، متشبثینو، سوداګرو او لسګونه زره نندارچیانو په ګډون د څلورو ورځو لپاره د کابل په بادام‌باغ کې په لاره واچول شي.
 په دې کرنیز نندارتون کې، د کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ اړوند بېلابېل ښه کیفیت لرونکي توکي، پروسس شوي مالدارۍ او کرنیز تولیدات، کرنیز ماشینونه، د افغانستان غوره زعفران، طبي بوټي او نباتات، د اوبولګولو تجهیزات، مثمر او غیر مثمرې نیالګي، د برېښنا تولیدوونکي لمریز دستګاوې، کرنیز او د لاسي صنایعو تولیدات نندارې ته وړاندي کیږي.
د دغه نندارتون له لارې بزګران او تولیدونکي کولای شي د راتلونکو همکاریو لپاره له متشبثینو، سوداګرو او د کرنیزو محصولاتو له صادرونکو سره تړونونه او هوکړه لیکونه لاسلیک کړي.
په همدې موخه ټولو هغو شرکتونو ته چې د کرنیزو توکو، اوبولګولو، بڼوالۍ او مالدارۍ په برخو کې کار کوي خبر ورکول کیږي، چې ستاسو د کرنیزو محصولاتو نندارې لپاره ددې نندارتون غرفې د۱۴۰۳ یم کال د وري له ۱۱ د غویي تر ۱۱ مې نېټې پورې وېشل کېږي. 
په مهربانۍ سره د ثبت او غرفې تر لاسه کولو په پار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست د کرنیزو نندارتونونو امریت ته مراجعه وکړئ.

خبرتیاوې

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۹:۲۰
Background image

رسنیز بلنلیک: د ۱۴۰۴ لمریز کال د راتګ په مناسبت د نیالګیو اېښودو کمپاین

رسنیز بلنلیک
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ۱۴۰۴ لمریز کال د راتګ په مناسبت «د نن نیالګی، د راتلونکي هوساینه» تر شعار لاندې د نیالګیو اېښودو کمپاین د کابل . . .

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۰ - ۱۵:۵۸
Background image

رسنیز بلنلیک:

رسنیز بلنلیک:
ټاکل شوې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې پرمختیا صندوق د کرنې وزارت د رهبرۍ په حضور کې د کرنې او مالدارۍ سکتور د ودې او پراختیا په موخه خپل د اسلامي مالي . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۳:۴۲
Background image

د ۱۴۰۳ یم کال د بزګر مېله او د کرنیزو محصولاتو پسرلني نندارتون کې د غرفې په نیولو سره خپل تولیدات خرڅ کړئ

ټاکل شوې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست له خوا د بزګر مېله او د کرنیزو محصولاتو دېرشم نندارتون د۱۴۰۳ یم کال د غویي میاشتې له۱۲ تر۱۵مې نېټې پورې، د . . .

Back to announcements