رسنیز بلنلیک: د ۱۴۰۴ لمریز کال د راتګ په مناسبت د نیالګیو اېښودو کمپاین
رسنیز بلنلیک
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ۱۴۰۴ لمریز کال د راتګ په مناسبت «د نن نیالګی، د راتلونکي هوساینه» تر شعار لاندې د نیالګیو اېښودو کمپاین د کابل په بادامباغ کې ترسره کوي.
دا مراسم به د اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکو او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مسئولینو په حضور کې ترسره شي.
نو له ټولو درنو خبریالانو هیله کېږي، چې د دې مهمې برنامې په خبري پوښښ کې زموږ ملتیا وکړي.
وخت: یکشنبه، د ۱۴۰۳ لمریز کال د کب ۵مه، سهار ۹ بجې
ځای: کابل، د اوولسمې امنیتي حوزې اړوند، د بادامباغ څېړنیز فارم
ویناوال: د رییسالوزرا مرستیالان، د کرنې وزارت مشرتابه او اړوند مسئولین
د اړیکې شمېره: 0705489223 - 0700079745