د کندهار نېش کې پر ۱۵۰ بڼوالو  د حاصل راټولولو اړین توکي ووېشل شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۷ - ۱۱:۲۶
د کندهار نېش کې پر ۱۵۰ بڼوالو  د حاصل راټولولو اړین توکي ووېشل شوه

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د سولې بنسټ مووسسې په مالي ملاتړ، نېش ولسوالی کې ۱۵۰ بڼوالو ته د حاصل راټولولو اړین توکي ووېشل شول، ترڅو د کرنې د ودې او بڼوالو د ملاتړ په برخه کې مرسته وشي.
په دې مرسته کې هر بڼوال ته یوه المونیمي زینه، د حاصلاتو راټولولو یوه بسته، او پنځه پلاستیکي جالۍ ورکړل شوې، چې د دغو توکو په مرسته بڼوال کولای شي د خپلو بڼونو حاصلات په اسانۍ او خوندي ډول راټول کړي.
د یادونې وړ ده، چې ورته مرسته د کندهار په کښته او لوړ شاولیکوټ کې هم، پر ۲۴۲ بڼوالو ووېشل شوه.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۱:۱۳
Background image

د روزګان د اوبو مدیریت لپاره مهم ګام؛ د څلورو چک‌ډېمو جوړولو لپاره سروی ترسره شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت یو باصلاحیته پلاوی، چې مشري یې د یاد وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوی باز محمد فیضان کوله د روزګان ولایت ته سفر وکړ، څو د څلورو چک‌ډېمو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۱:۰
Background image

خوست کې یوشمېر بزګرانو ته د شنوخونو جوړولو چارې روانې دي

د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې په همکارۍ په دې ولایت کې د موسمي سبو د کرکیلي دودولو او د بزګرانو د ملاتړ په پار ۲۱ شنې خونې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۹:۵۸
Background image

کندهار کې د چرګانو روزنې فارمونو څخه د ورځې ۳۵۰ زره هګۍ او زرګونه کیلوګرامه غوښته تولیدېږي

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د چرګانو روزنې سکټور په پراخېدو ده او ورځ تربلې پراخېږي. د کندهار د کرنې ریاست د چارواکو په خبره په دې ولایت. . .

بازگشت