د کندهار میوند کې پر لسګونو مالدارانو د څارویو خوراکي توکي وېشل کېږي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۳۰ - ۹:۱۰
د کندهار میوند کې پر لسګونو مالدارانو د څارویو خوراکي توکي وېشل کېږي

د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست؛ د افغانستان لپاره د هالنډ کمېتې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د میوند ولسوالی پر ۵۰ مالدارانو د څارویو خوراکي توکي وېشي.
دکندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وویل، چې ددې پروسې په لړ کې هر مالدار ته چې لږ تر لږه څلور څاروي ولري د څارویو ۱۰۰ کیلوګرامه خوراکي توکي ورکول کېږي.
د دوی په ټکو دغه پروګرام په کندهار کې د مالدارانو د لاس نیوی، د مالدارۍ سکټور د پیاوړتیا او د لبني محصولاتو د زیاتوالي په خاطرترسره کېږي.
ویل کېږي برابرشوي خوراکي توکي له زیاتوتغذیه کوونکو توکوڅخه جوړ شوي دي، چې د وزو، وري او غوا په چاقولو کې به اساسي رول ولري.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۰:۲۳
Background image

د کرنې وزارت د پلان لوی رییس په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام له چارواکو سره وکتل 

۱۹ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پروګرامونو د همغږۍ او پلان لوی رییس مولوي عبدالغفور په مشري، په افغاستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۵:۳۵
Background image

د پکتیا دکرنې ریاست: د راضۍ لوی ریاست پلاوی د فیروز خېلو سیمې له کورونو څخه لیدنه وکړه

۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست لخوا پلاوی د پکتيا ولايت احمد آباد ولسوالی د فیروز خېلو سيمې له کورونو او جايدادونو څخه ليدنه وکړه.
د ياد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۵:۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د کوچیانو چارو د سمون لوی ریاست له چارواکو سره وکتل

۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې او مالدارۍ مرستیال او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوی صدراعظم عثماني، د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت د. . .

بازگشت