د کندهار درو ولسوالیو کې د وټرنرۍ کلینیکونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شول 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۱۵:۵۶
د کندهار درو ولسوالیو کې د وټرنرۍ کلینیکونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شول 

۱۲ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا افغانستان لپاره د هالینډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ د لیرې پرتو ولسواليو د څارویو لپاره د چوپړتیاوو وړاندې کولو د څارویو د مړینې کچې کموالي او پر وخت درملنې په موخه د کندهار نېش، ارغستان او لوړ میوند ولسوالیو کې د ۱۴ زره او ۷۰۰ ډالرو په ارزښت د څارویو درې کلینیکونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د یادو کلینیکونو دګټې اخیستنې په مراسمو کې د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست استازو، د یادو ولسوالیو سیمه ییزو چارواکو، د هالینډ کمېټې استازو او نورو مسئولينو حضور درلود.
دکندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د مالدارۍ یاد کلینیکونه دافغانستان لپاره د هالینډ کمېټې لخوا جوړ او مسؤل پارا وټرنرانو ته وسپارل شول.
د چارواکو په خبره د کندهار په نېش، ارغستان او لوړ میوند ولسوالیو کې ډېری غټ او واړه څاروي د څارویو د چوپړتیاوو بې برخې وو،  چې ددغو کلینیکونو په جوړولو سره د درملو ترڅنګ واکسینونو، درملنې او لازمو مشورو سره د مالدارۍ سکتور کې مثبت بدلون رامنځته کېږي.
یاد وټرنر ډاکټرانو ته د هالینډ کمېټې له لورې  شپږ میاشتي د مالدارۍ او وترنرۍ خدمتونو په برخه کې روزنه ورکړل شوې وه؛ چې نن ورته د کلنیک اړوند وسایل او درمل هم ورکړل شو.
دکندهار دکرنې ریاست د چارواکو په خبره د یادو کلینیکونو لپاره یو عراده هونډا موټر سایکل، یو پایه لمریز یخچال، مکمل لمریز سیستم، د وټرنري تخنیکي کڅوړه، لوجستیکي کڅوړه او ګڼ نور وسایل ورکړل شو،  ترڅو مالدارانو ته ښه او بهتره چوپړتیاوې وړاندې کړي.
باید وویل شي، چې څو ورځې مخکې د کندهار دغورک او سپین بولدک په ولسوالیو کې هم د څارویو دوه کلینیکونه ګټې اخستنې ته سپارل شوي دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۱۵:۵۶
Background image

د کندهار درو ولسوالیو کې د وټرنرۍ کلینیکونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شول 

۱۲ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا افغانستان لپاره د هالینډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ د لیرې پرتو ولسواليو د څارویو لپاره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۱۵:۲۱
Background image

دکرنې وزارت له خوا ټولګټو وزارت د زابل په مرکز کې ځمکه انتقالېږي

۱۲ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست چارواکي وایي، چې د زابل ولایت په مرکز کې د لوړ تناژ تلې جوړولو په موخه د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست لخوا د. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۱۵:۱۸
Background image

هلمند کې د خرما بڼونو دودولو په پار هڅې 

۱۲ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
دهلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا په دې وروستیو کې هڅې روانې دي، چې په دې ولایت کې د ارزښت لرونکو اصلاح شويو نیالګيو په. . .

بازگشت