د کرنې وزارت لخوا څلورو امارتي ادارو ته ځمکه ولېږدول شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۱۱:۵۵
د کرنې وزارت لخوا څلورو امارتي ادارو ته ځمکه ولېږدول شوه

۵ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی رياست لخوا څلورو صنعت او سوداګرۍ، ماليې او د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارتونو او ملي استندرد ادارې (انسا) ته د هېواد په کچه خوست ولایت کې د ګمرک د جوړولو، پنجشېر، غور او بدخشان ولايتونو کې د صنعتي پارکونو، بامیان ولایت مرکز کې د کډوالو لپاره د ښارګوټي د جوړولو او پکتيا ولايت کې د ملي استندرد او ملي خوړو ادارې لپاره د کمپلکس او لابراتوار د جوړولو په موخه ځمکه ولېږدول شوه.
ياده ځمکه د اړوندو ادارو په غوښتنه او وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین ( حفظ الله تعالی) د جلا جلا حکمونو په اساس د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست لخوا يادو ادارو ته ولېږدول شوه.
د دغو ځمکو د لېږد تړون د کرنې وزارت د اراضي ادارې د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد سعيد او د اړوندو ادارو د مسؤلینو تر منځ لاسليک شو.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۱۴:۱۲
Background image

د کرنې وزارت د غله‌جاتو د پراختیا رییس غزني ولایت ته سفر وکړ 

۵ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د غله‌جاتو د پراختیا رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب، د کرنې عمومي وضعیت د ارزولو او د غزني ولایت د ترویج. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۱۴:۹
Background image

د میدان وردګو سیداباد کې کروندګرو ته د غنمو د کرلو روزنه ورکړل شوه 

۵ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ په حیدرخیلو کلي کې کروندګرو ته د غنمو د کرلو په اړه روزنیزه غونډه جوړه شوه. دغه غونډه د کرنیزو خدمتونو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۱۴:۱
Background image

پکتیا کې د نیالګیو پلورونکو څخه څارنه ترسره شوه

۵ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیا ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په ګډون د ولایت مقام په کچه ګډ پلاوي لخوا ددی ولایت د مرکز ګردیز ښار د مثمر او غیر مثمر نیالګیو. . .

بازگشت