د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په شاړو ځمکو کې کرنیزې چارې پیل شوې 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۶ - ۱۵:۵
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په شاړو ځمکو کې کرنیزې چارې پیل شوې 

۱۶ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۷ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت قراردادي کرنیزو شرکتونو د یاد شرکت د څلورګونو فارمونو په ځمکو کې د نوو بڼونو او کروندو د جوړولو چارې پيل کړي دي.
له کلونو ځنډ وروسته، د یاد شرکت له لوري د هغو شاړو ځمکو د اصلاح او کرنې ته د چمتو کولو بهیر پیل شوی، چې تر دې مخکې پرې کرکېله نه وه شوې.
ټاکل شوې چې په سلګونه جریبه ځمکه مالټه بڼونه او بېلابېل ډول کښتونه وکرل شي، چې له دې سره به کرنیز محصولات او عواید زیات شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۳:۷
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال هلمند ولایت ته سفر وکړ

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر هلمند ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د هلمند د کرنې ریاست نوی رییس په رسمي ډول معرفي او خپله دنده یې پیل کړه

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د نوي رییس، قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د معرفي په موخه غونډه ترسره شوه، چې په کې د کرنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۹:۵۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د ازبیکستان او روسیې له یو شمېر سوداګرو سره وکتل

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري په مشرۍ، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې. . .

بازگشت