د کرنیزو څېړنو د انستیتوت د څېړونکو د راپور ورکولو نهم کلنۍ ورکشاپ پرانیستل شو 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۰ - ۱۰:۱۸
د کرنیزو څېړنو د انستیتوت د څېړونکو د راپور ورکولو نهم کلنۍ ورکشاپ پرانیستل شو 

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو څېړنو د انستیتوت د څېړونکو د نهم کلنۍ راپور ورکونې ورکشاپ د رییسانو، متخصصینو، څېړونکو، د پوهنتونونو استادانو، د مرکز او ولایتونو د څېړنیزو ریاستونو د کارکوونکو اود خصوصي څېړنيزو شرکتونو د استازو په ګډون د کابل د بادام باغ څېړنيز فارم کې پرانیستل شو.
 مولوي نصرت الله طلحه د کرنیزو څېړنو د انستیتوت لوی رییس د دغه ورکشاپ په پرانیسته کې د کرنې، مالدارۍ، بڼوالۍ، خاورې پېژندنې او ​​غلو دانو په برخو کې د څېړنو پر اهمیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه:" ستاسو د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ د متخصصینو نظرونه د څېړنیزو فعالیتونو لپاره خورا ارزښت لري. تاسو د ویاړ او ستاینې وړ یاست چې په داسې شرایطو او محدودو اسانتیاوو کې کار کوئ. اړتیا ده، چې تر دې لا ډېر کار وکړو تر څو هېواد ځان بسیاینې ته ورسوو
 او د بهرنیو هېوادونو له اړتیا څخه خلاص شو. دا پروګرام یو فرصت دی چې د یو کلن فعالیتونو راپور وړاندې او تجربې شریکې او دغه راز د راتلونکي لپاره یوه طرحه جوړه شي، ترڅو ګټور کارونه ترسره کړو چې د امارت مشرتابه او خدای له موږ او تاسو څخه  راضي وي ".
په ورته وخت کې په دغه پروګرام کې د توافقي او تطبیقي څېړنې رییس انجنير محمد قاسم عبيدي، د خاورې پېژندنې رییس انجنير حميدالله احمدزي، د مالدارۍ د څېړنې رییس انجنير عبدالولي خبرې وکړې او د تېر کال د فعاليتونو او راتلونکي کال د پلانونو په اړه يې معلومات ورکړل.
دغه راز د البيروني پوهنتون استاد ګل اغا انوري له تحصیلي مؤسسو سره د کرنې وزارت د همکاريو قدرداني وکړه او زياته يې کړه چې څېړنه د نباتاتو په حاصل ورکولو کې اغېزمنه ده. هغه زیاته کړه:"د هر هېواد اقتصادي او خوراکي خپلواکي څېړنې پورې تړلې ده، که ښه څېړنه وشي، کولای شو د هر ډول بوټو له کرلو څخه ښې پایلې ترلاسه کړو او د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون راولو، ځکه د خلکو ژوند په کرنه پورې تړلی دی او په کرنه کې یو له مهمو موضوعاتو څخه
څېړنه ده. نو ويلای شو چې څېړنه د کرنې بنسټ جوړوي."
د کرنې وزارت په ټول افغانستان کې ۲۲ څېړنيز فارمونه لري، چې د کرنې د ترويج، څېړنو، کروندګرو ته د اوبولګولو د نويو ميتودونو د زده کړې، د عصري بڼوالۍ د ترويج او د ارزښت لرونکو بوټو د دودولو  په برخو کې فعال دي. دغه ورکشاپ د دغو فارمونو د تجربو او فعالیتونو د شریکولو په موخه جوړ شوی او درې ورځې به دوام وکړي.

افتتاح نهمین ورکشاپ گزارش‌دهی سالانه محققان ریاست انستیتوت تحقیقات زراعتی
نهمین ورکشاپ گزارش‌‌دهی سالانه محققان ریاست انستیتوت تحقیقات زراعتی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با اشتراک روساء، متخصصان، محققان، استادان پوهنتون، کارمندان ریاست تحقیقات مرکز و ولایات و نماینده‌گان شرکت‌های تحقیقاتی خصوصی در فارم تحقیقاتی بادام‌باغ کابل افتتاح گردید.
مولوی نصرت الله‌ طلحه رئیس عمومی انستیتوت تحقیقات زراعتی در افتتاح این ورکشاپ در  مورد اهمیت تحقیق  در بخش‌‌های زراعت، مالداری، باغداری، خاکشناسی و غله‌جات صحبت نمود افزود:" نظریات شما متخصصان و کادرهای زراعت، مالداری و باغداری برای فعالیت تحقیقی خیلی ارزشمند‌ است، از این که در چنین شرائط و با امکانات کم شما متخصصان کار می‌کنید جای افتخار و قابل تقدیر می‌باشید، نیاز است که بیشتر از این کار کنیم تا کشور را به خودکفایی برسانیم و از محتاجی کشورهای خارجی خلاص شویم، این برنامه فرصتی برای ارائه گزارش فعالیت‌های یک ساله و شریک سازی تجارب و طرح دیدگاهی برای آینده می‌باشد تا کارهای مفیدی انجام دهیم که رهبری امارت و الله"ج" از ما و شما راضی باشد".
در همین حال انجینر محمد قاسم عبیدی رئیس تحقیقات توافقی و تطبیقی، انجینر حمیدا‌لله‌ احمدزی رئیس خاکشناسی، انجینر عبدالولی رئیس تحقیقات مالداری در این برنامه سخنرانی کرده و در مورد فعالیت‌های یک ساله گذشته و پلان‌های سال آینده ریاست‌های شان معلومات ارائه نمود.
همچنان گل‌آقا ‌انوری استاد پوهنتون البیرونی با قدردانی از همکاری های وزارت زراعت با نهاد های تحصیلی  تحقیق را  در حاصل‌گیری نباتات مهم موثر عنوان نموده علاوه کرد " استقلال اقتصادی و غذایی هر مملکت وابستگی به تحقیق دارد، اگر بهتر تحقیق شود می‌توان از کشت هر نوع نبات حاصل بهتر گرفت و به زندگی مردم تغییر مثبت آورد، چون زندگی مردم به زراعت وابستگی دارد و یکی از موضوعات اساسی در زراعت تحقیق است، بناء این بخش زیر بنای زراعت را تشکیل می‌دهد".
وزارت زراعت در تمام افغانستان دارای ۲۲ فارم تحقیقاتی می‌باشد که در  بخش‌های ترویج، تحقیق، آموزش روش‌های نوین آبیاری به دهقانان، ترویج باغداری عصری و ترویج کشت غله‌جات با ارزش فعالیت می‌کند. این ورکشاپ برای شریک سازی تجارب و فعالیت‌های این فارم‌ها دایر گردیده‌است و به مدت سه روز ادامه دارد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۸ - ۱۰:۵۵
Background image

د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د ستونزو د حل په موخه د اراضۍ رياست څخه تخنيکي پلاوی بغلان ولايت ته سفر وکړ


۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی رياست څخه د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د ستونزو د حل په موخه تخنيکي پلاوی بغلان ولايت ته سفر وکړ.
په. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۵:۵
Background image

د ننګرهار درېیو ولسوالیو کې ۲۶۰ بېوزله کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا په موخه خوسۍ ووېشل شوې

۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ډاکار خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او  ډانېډا په ۶.۵ میلیونه افغانیو مالي لګښت. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۴:۵۴
Background image

د ننګرهار دکرنې رییس؛ تردې وروسته به د کرنې په سکتور کې د اړتیا په اساس پروژې ډیزاین او پلي کېږي

۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د اقتصاد رییس مولوي عطاالرحمن فاتح او ورسره مل پلاوي د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن سره د کرنې او. . .

بازگشت