د کرني وزارت د مالي او ادارۍ مرستیالۍ استازي د کندز ولایت مرکزي ګدامونو کې د زېرمه شوو غنمو څخه لیدنه وکړه
۸ مرغومې ۱۴۰۳ه.ش
۲۶ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیالۍ استازي د کندز ولایت له زېرمه شوو غنمو څخه له نږدې لیدنه وکړه.
ددغې لیدنې پر مهال دکرنې وزارت د مالي او اداري مرستیالۍ استازی محبوب شاه شاهد ترڅنګ د ستراتیژیکو زېرمو ریاست استازی محمد شریف شریفي، د کنذر ولایت د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر صلاح الدین واحدی، د کنذز ولایت د کرنې ریاست د لابراتور مدیر روح الله سراج، د کندز ولایت د صنعت او سوداګرۍ استازی عبدالباقی مجیدی او جنسي معتمد هم حضور درلود.
د مالي او اداري چارو معینیت استازی په مرکزي ګدامونو کې د ځای پر ځای شوو غنمو د حفظ او مراقبت چارې له نږدې ولیدلې، هغه همدارنګه مسؤلو کارکوونکو ته د غنمو د ښه حفاظت په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.
همدارنګه یی یادو زېرمتونو ته نیږدې پرتو وریجو د انتقال، د کلکینانو د جالیو ترمیم، فومیګیشن او هلته د اړتیاؤ د پوره کولو برخه کې مربوطه مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.