د پکتیکا مټاخان کې لسګونو مالدارانو سره مرسته وشوه
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې په همکارۍ ددې ولایت د مټاخان ولسوالی پر ۹۰ مالدارانو حیواني درمل وېشل شوي دي.
دغه درمل ددې ولایت د مالدارنو ملاتړ او په ټوله کې د مالدارۍ سکټور ودې او پراختیا ته د زمینې برابرولو په پار وېشل شوي دي.
باید وویل شي، چې افغانستان لپاره د هالنډ کمېټه تر دې وړاندې هم ددې ولایت مالدارانو او بزګرانو سره په بېلا بېلو برخو کې مرستې او همکارۍ کړي دي.