د هلمند ناوه کې لسګونو مالدارانو سره د څارویو دخوراکي توکو مرسته وشوه 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳۱ - ۱۰:۲۷
د هلمند ناوه کې لسګونو مالدارانو سره د څارویو دخوراکي توکو مرسته وشوه 

دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د هالنډ کمیتې په مالي همکارۍ د ناوې ولسوالی ١٨٧ مالدارانو سره د څارویو لپاره د خوراکې توکو، د  چینجیو ضد او چاغښت درملو مرسته وشوه.
دیادو مرستو په جوړښت کې هر مالدار ته ١١٤ کیلو ګرامه جوار، ١٠٠ سیسي د حیواناتو چینجیو ضد او چاغښت درمل شامل دي، چې دغه توکي ورته د ناوې ولسوالی د کرنې مسؤل مولوی امدادالله او ګډې کمیټې په حضور کې وویشل شول.
دیادولو وړ ده، چې تر دې وړاندې هم ناوې ولسوالی کې زرګونو مالدارانو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې ترسره شوي دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۵:۲۳
Background image

د کندهار ژړۍ کې دوه زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه

۳ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د خوراک نړیوال سازمان (ایف.اې.او) په مالي ملاتړ او د (او.آیچ.ډبلیو) مؤسسې په. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۵:۲۱
Background image

د کندهار ښورابک کې د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې د وېش دویمې لړۍ  نوملیکنه پیل شوه

۳ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار ولایت په ښورابک ولسوالی کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه او د خوراک نړیوال سازمان (اف. اې. او) په مالي ملاتړ، د (او.. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۴:۱۹
Background image

د هلمند کرنې ریاست د زرګونو طبیعي بوټو کرلو بهیر پیل کړ

۳ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت کرنې ریاست د طبیعي سرچینو آمریت اړوند د څړځایونو مدیریت بولان مرکزي قوریه کې ۲۰۰ زره نیالګي لکه غز، اوښملغې او شین غزۍ قلمې په. . .

بازگشت