د هلمند د مارجې په مېله بازار کې د حیواني او کرنیزو درملو د پیر او پلور مخه ونیول شوه
۱۲ تله ۱۴۰۲ه.ش
١۹ ربیعالاول ۱۴۴۵ه.ق
هلمند کې په غیر فني او مسلکي ډول د حیواني او نباتي درملو د پېر او پلور مخنیوی کمپاین د ګډ کمېسیون لخوا له وړاندې پیل شوی دی، چې په لړ کې یې د مارجې ولسوالی د سه شنبې مېله بازار کې د یادو درملو ټولې هټۍ وتړل شوې.
داچې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مقام لخوا په هېواد کې د کرنې او حیواني درملو د پیر او پلور لپاره د یوې ځانګړې کړنلارې له مخې شرایط وضع شوي دي، په همدې موخه به دغه پروسه د ولایت مقام او اړونده ادارو سره په بشپړه همغږۍ د مرکز لښکرګاه په ګډون په ټولو ولسوالیو کې پلي شي.
ددې کمپاین موخه بزګرانو او مالدارانو ته باکیفیته او په مسلکي توګه د نباتي او څارویو درمل وړاندې کول دي.