د نورستان وانت وایګل کې ۲۴۰ اړمنو کورنیو ته د هګیو چرګانو واړه فارمونه جوړ شوه
١۶ غویی ۱۴۰۳ه.ش
٢۶ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د سرچ مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د وانت وایګل په ولسوالی کې۲۴۰ تنو هغه مېرمنو ته چې د کورنۍ د ګټي وټې مسولیت ور تر غاړي دي د دوی د اقتصادي پیاوړتیا په پار دوی ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شوي دي.
د نورستان ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د چارواکو په خبره هرې ګټي اخیستونکې ته ۱۵ قطعې کورني چرګان، د چرګانو خوراکه او اړونده توکي ورکړل شوي دي.
د نورستان ولایت دکرنې ریاست چارواکو وویل، چې د چرګانو د ورکړې موخه دا ده ترڅو په کور دننه بېوزله کورنیو ته د کار زمینه هم برابره شي؛ ترڅو د خوړو خوندیتوب رامنځته او کورنۍ پر ځان بسیا شي.
دغه راز یادو کورنیو ته د چرګانو پاللو، ناروغیو مخنیوي د واکسینونو تطبیق کولو او ګڼو نورو برخو کې روزنه هم ورکول کېږي.
ددې مرستې موخه په دې ولایت کې د چرګانو روزنې صنعت ته پیاوړتیا ورکول او د بېوزله او کونډو مېرمنو اقتصادي ودې ته په کور دننه زمینه برابرول دي.