د ننګرهار کانال شرکت د مالدارۍ فارم پراختیا په پار هڅې
۲۱ لیندۍ ۱۴۰۲ه.ش
۲۹جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه.ق
د ننګرهار دکانال رياست چارواکي وايي، چې ددې رياست اړوند د مالدارۍ فارم د ورځې سلګونه لیټره تازه شيدې توليد او بازار ته وړاندې کوي، چې دوی ددې فارم څارویو ته جدي پاملرنه او شته ستونزې یې هواروي.
د چارواکو په خبره، یاد فارم چې د هډې فارم په ۱۷ جریبه ځمه کې جوړ شوی دی، په دغه فارم کې ۲۸۳ سره څاروي موجود دي، چې په کې غواګانې، خوسکیان او غوایان ... شتون لري، چې له ډلې غواګانو څخه هره ورځ لسګونه لیټره تازه شېدې ترلاسه او د درنو هېوادوالو خدمت ته وړاندې کېږي.
اوسمهال په دغه فارم کې بېلابېل فعالیتونه روان دي، چې په کې څارویو ته، منظمه خوراک تهیه او نورې اړينې چارې شامل دي.