د ننګرهار مومندرې کې د یوکانال د پاکارۍ چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د بشري خیریه موسسي (او.اچ.ډبلیو) له لورې د ۷۵۲ زره افغانیو په ارزښت د مونددرې ولسوالی د ګردې غوث لوی کانال پاکولو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې د ګردې غوث لوی کانال چې ۱۱ کیلو متره اوږدوالې لري پاک او ځینې سیمې یې رغول شوي دي.
محمد وایې په یاد کانال کې د ۹۴ کسانو ته د ۲۰ ورځو لپاره د کار زمینه هم برابره شوې؛ چې هر تن ته ۴۰۰ افغانۍ ورځني مزد ورکول کېږي.
د یاد کانال د پاک کارۍ په نتیجه کې ۱۱۲۴۵ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه کېږي؛ او په لسګونه ځایې خلکو ته به د کار زمینه هم برابره شي.