د مالدارۍ سکټور پراختیا په پار هڅې؛ خوست کې د مالدارۍ فارمونه جوړېږي
![د مالدارۍ سکټور پراختیا په پار هڅې؛ خوست کې د مالدارۍ فارمونه جوړېږي](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-05/whatsapp_image_2024-05-13_at_09.22.29_1adab6fc.jpg)
۲۴ غویی ۱۴۰۳ه.ش
۴ ذوالقعده ۱۴۴۵ه.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «ادا» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د اسمعیل خېلو او مدوزیو ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مالدارۍ فارمونه جوړوي.
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د چارواکو په خبره د اسمعیل خېلو او مندوزیو ولسوالی په بېلا بېلو کلیو کې د مالدارۍ فارمونو جوړولو په پار سروې ترسره شوې ده، چې په ترڅ کې یې د یادې ولسوالی د ډډوالو په پیرانو او ډوګري کلیو کې د وزې فارم او د کب روزنې فارم او دغه راز د بهرام خېلو په مسکین خېلو او بځي خېلو کليو کې د اوښ مارغه او وزو فارمونه جوړېږي.
ددغو فارمونو د جوړولو موخه د مالدارۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول، د بېوزله کورنیو ملاتړ او په ټوله کې خلکو ته د کار زمینه برابرول دي.