د خوست مرکز کې یوشمېر حیواني درملتونونه وڅارل شول
دخوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د حیواني روغتیا آمریت ددې ولایت مرکز کې یوشمېر حیواني درملتونونه وڅارل.
دغه څارنه مالدارانو ته د معیاري چوپړونو د وړاندې کولو په پار ترسره شوي دي.
په دې څارنه کې هټیوالو ته نسخې پرته درملو پلورلو، د بزګرانو د لاپوهاوي په موخه لیبل په ملي ژبو لیکلو، کرنې وزارت ددرملو او کیمیاوي سرو مجاز لیست او کړنلاري مطابق درملو واردولو، بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو تشخیص، د درملتونونو او وترنریو پاکوالۍ او د کرنې وزارت د قوانینو پر اساس د درملتونونو جوازونو څارل شامل دي.
د دغه کنټرول څخه موخه داده چې د بې کيفيته او تاريخ تېرو درملو پلور مخه ونیول شي، مالدار ته نسخې ورکولو، په خپل سر د هټيو پرانستل او د غير قانونې درمل مخنيوي وشي.
دغه څارنې او ارزونې ددې لامل کېږي چې، درملتونونه او د وترنرۍ د برخې فعالین خپلو مشتریانو ته معیاري او په ښه کیفیت برابر چوپړتیاوې وړاندې کړي.