د خوست تڼیو ولسوالی کې سلګونه بزګران روزل کېږي
۱۵ سلواغه ۱۴۰۳ه.ش
۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه.ق
د خوست د کرنې، اوبو لګوبو او مالدارۍ ریاست د «او،آرډي» په همکارۍ ددې ولایت د تڼیو ولسوالی ی۹۰۰ بزګرانو ته د غنمو کروندو جوړول او تنظیم، د ځمکې خړوبول، د ناروغیو او افتونو کنټرول او مخنیوی، د حاصل راټولولو لاروچارو، د کیمیاوي سرو او درمل شېدنې په برخه کې روزنه ورکوي.
د تڼیو ولسوالی د کرنې مسؤلینو وایي، چې دغه روزنیز پروګرام به ددې سیمې د بزګرانو په کروندو کې شته ستونزې حل کړي، په حاصلاتو کې یې زیاتوالي راشي، په کمو اوبو سره زیاته ځمکه خړوبه کړي او ترڅنګ حفظ الصح ته ځانګړي پاملرنه وکړي.
د خوست ولایت د کرنې ریاست هڅه کوي، چې د تڼیو ولسوالی په ګډون د بېلابېلو ولسوالیو بزګرانو ته د زده کړو دغه لړۍ روانه وساتي ترڅو د ځمکوالو د حاصلاتو په بهبود کې نوښت رامنځته شي.