د خوست اسمعیل خېلو او مندوزیو کې لسګونه بزګران روزل کېږي
۱۰ مرغومې ۱۴۰۳ه.ش
۲۸ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه.ق
د خوست د کرنې، اوبو لګوبو او مالدارۍ ریاست افغانستان لپار د ناروې کمېټې په تخنیکي همکارۍ د سمعیل خېلو او مندوزیو ولسوالی یوشمېر بزګرانو ته د غنمو کروندو جوړول او تنظیم، د ځمکې خړوبول، د ناروغیو او افتونو کنټرول او مخنیوی، د حاصل راټولولو لاروچارو، د کیمیاوي سرو او درمل شېدنې په برخه کې روزنه ورکوي.
د اسمعیل خېلو او مندوزیو ولسوالی د کرنې مسؤلینو وایي، چې دغه روزنیز پروګرام به ددې سیمې د بزګرانو په کروندو کې شته ستونزي حل کړي، په حاصلاتو کې یې زیاتوالي راشي، په کمو اوبو سره زیاته ځمکه خړوبه کړي او ترڅنګ حفظ الصح ته ځانګړي پاملرنه وکړي.
د خوست ولایت د کرنې ریاست هڅه کوي، چې د اسمعیل خېلو او مندوزیو ولسوالی په ګډون د بېلابېلو ولسوالیو بزګرانو ته د زده کړو دغه لړۍ روانه وساتي ترڅو د ځمکوالو د حاصلاتو په بهبود کې نوښت رامنځته شي.