د بغلان ولایت د کرنې ریاست مسؤلینو د پوزه ایشان کرنیز څېړنیز فارم څخه لیدنه وکړه  

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۱۲:۳۲
د بغلان ولایت د کرنې ریاست مسؤلینو د پوزه ایشان کرنیز څېړنیز فارم څخه لیدنه وکړه  

۱۲ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د بغلان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسؤلینو د پوزه ایشان کرنیز څېړنیز فارم د فعالیتونو ارزونه وکړه.  
په دغه فارم کې د کرنیزو څېړنو مدیریت مسلکي کارمندانو د غنمو او اوربشو د مورنيو او هستوي تخمونو کښت ترسره کړی، چې د کرنې او روزنې ټول مراحل به یې د مسلکي ټیم له لوري ترسره کېږي.  
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رییس الحاج مولوي رحیم الله "احدي" او د کرنیزو چارو آمر الحاج مولوي نعمت الله نوري د یاد فارم څخه لیدنه وکړه او د کرنیزو فعالیتونو د پرمختګ لپاره یې د مدیریت کړنې وستایلې.  
د یاد فارم فعالیتونه د بغلان ولایت کرنیزو چارو د پرمختګ لپاره مهم بلل کېږي، چې د لوړ حاصل لرونکو تخمونو تولید او وده یې اساسي موخه ده.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۵ - ۱۱:۵۲
Background image

د ننګرهار فارمونه د کال ۲۰۰ مټریک ټنه د کبانو غوښه تولیدوي  

۱۵ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، په دې ولایت کې د کبانو فارمونه د کال ۲۰۰ مټریک ټنه د کبانو غوښه تولیدوي. . . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۵ - ۱۱:۵۰
Background image

د پکتیا په نیازبیک سیمه کې د ۲۰ هکتاره ځمکې ځنګلونو بیارغونه پيل شوه  

د پکتیا د کرنې ریاست په همغږۍ او د ځنګلونو د ساتنې د ټولنو په مرسته د نیازبیک په غرنۍ سیمه کې د ځنګلونو د بیارغونې چارې روانې دي.
د ولسوالۍ مقام په همغږۍ او د کرنیزو چارو او مالدارۍ. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۵ - ۱۱:۴۹
Background image

لغمان کې لسګونو بڼوالو سره دبڼوالۍ اړوند وسایلو مرسته وشوه

دلغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په مالي لګښت دقرغیو ولسوالی ۱۴۴ بڼوالو ته څلور قلمه د بڼوالۍ اړوند وسایلو وېش ترسره شوه.
په دغو وسایلو کې. . .

بازگشت