د اوبو مدیریت په پار هڅې؛سروبي کې د باراني اوبو مدیریت پروژې چارې پیل شوې
۱۶ تله ۱۴۰۲ه.ش
۲۳ ربیعالاول ۱۴۴۵ه.ق
د کابل کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ ددې ولایت سروبي ولسوالی کې د باراني اوبو او سېلابونو مدیریت په برخه کې د یوې پروژې چارې پیل کړي دي.
د چارواکو په خبره ددې پروژې اصلي موخه د باران د اوبو د کنترول پر مټ د ځمکې لاندې اوبو پياوړي کول دی، چې ورسره سېلابونه هم کنترولېږي، چې په ترڅ کې یې په نشیب دارو سیمو کې د ٣ متره په اوږدوالی او نیم متر په سور او عمق کندې کېندل کېږي.
ددې پروژې په ترڅ کې لسګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
باید وویل شي، چې په ټوله کې ٢٠ پروژې په دې برخه کې پلي کېږي.