دکرنې وزارت له خوا ټولګټو وزارت د زابل په مرکز کې ځمکه انتقالېږي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۱۵:۲۱

۱۲ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست چارواکي وایي، چې د زابل ولایت په مرکز کې د لوړ تناژ تلې جوړولو په موخه د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست لخوا د ټولګټو وزارت ته ځمکه انتقالېږي.
په همدې موخه ناسته کې چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست په مقام کې جوړه شوې وه  د اراضۍ لوی رییس مولوی محمود مظلوم، د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد سعید او د ټولګټو وزارت د تلو د تنظیم رییس مولوی محمد اعظم سروري ګډون درلود.
ياده ځمکه د ټولګټو وزارت په غوښتنه او د زابل ولايت د دفتر رياست د (۵۲۹) ګنې د ۲۷/۱۰/۱۴۴۴ نېټې وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظ الله د (۴۲۹۵) ګنې د ۲۱/۸/۱۴۴۵ نېټې حکم په اساس د اراضۍ لوی رياست لخوا ټولګټو  وزارت ته انتقالېږي.
د یادې ځمکې لېږد ټړون د زابل ولايت مرکز پولي سنګي او زعفرخېل سیمو کې په ( يو جريب او ۹۸۰۰ متر مربع ) ځمکه باندې د لوړ تناژ تلې  د جوړولو په موخه د اراضۍ لوی رییس مولوي محمود مظلوم، د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سيد محمد سعيد او د ټولګټو وزارت د تلو د تنظیم رییس مولوي محمد اعظم سروري ترمنځ لاسلیک شو.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۱۵:۵۶
Background image

د کندهار درو ولسوالیو کې د وټرنرۍ کلینیکونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شول 

۱۲ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا افغانستان لپاره د هالینډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ د لیرې پرتو ولسواليو د څارویو لپاره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۱۵:۲۱
Background image

دکرنې وزارت له خوا ټولګټو وزارت د زابل په مرکز کې ځمکه انتقالېږي

۱۲ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست چارواکي وایي، چې د زابل ولایت په مرکز کې د لوړ تناژ تلې جوړولو په موخه د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست لخوا د. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۱۵:۱۸
Background image

هلمند کې د خرما بڼونو دودولو په پار هڅې 

۱۲ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
دهلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا په دې وروستیو کې هڅې روانې دي، چې په دې ولایت کې د ارزښت لرونکو اصلاح شويو نیالګيو په. . .

بازگشت