دکرنې وزارت له خوا ټولګټو وزارت د زابل په مرکز کې ځمکه انتقالېږي
۱۲ وږی ۱۴۰۳ه.ش
۲۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه.ق
د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست چارواکي وایي، چې د زابل ولایت په مرکز کې د لوړ تناژ تلې جوړولو په موخه د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست لخوا د ټولګټو وزارت ته ځمکه انتقالېږي.
په همدې موخه ناسته کې چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست په مقام کې جوړه شوې وه د اراضۍ لوی رییس مولوی محمود مظلوم، د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد سعید او د ټولګټو وزارت د تلو د تنظیم رییس مولوی محمد اعظم سروري ګډون درلود.
ياده ځمکه د ټولګټو وزارت په غوښتنه او د زابل ولايت د دفتر رياست د (۵۲۹) ګنې د ۲۷/۱۰/۱۴۴۴ نېټې وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظ الله د (۴۲۹۵) ګنې د ۲۱/۸/۱۴۴۵ نېټې حکم په اساس د اراضۍ لوی رياست لخوا ټولګټو وزارت ته انتقالېږي.
د یادې ځمکې لېږد ټړون د زابل ولايت مرکز پولي سنګي او زعفرخېل سیمو کې په ( يو جريب او ۹۸۰۰ متر مربع ) ځمکه باندې د لوړ تناژ تلې د جوړولو په موخه د اراضۍ لوی رییس مولوي محمود مظلوم، د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سيد محمد سعيد او د ټولګټو وزارت د تلو د تنظیم رییس مولوي محمد اعظم سروري ترمنځ لاسلیک شو.