دکرنې او مالدارۍ مرستیال د بدخشان دکرنې ریاست له کارکوونکو سره وکتل

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۵ - ۱۳:۲
دکرنې او مالدارۍ مرستیال د بدخشان دکرنې ریاست له کارکوونکو سره وکتل

٢۵ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
٢۵ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال چې د بدخشان ولایت دکرنې عمومي وضعیت ارزونې او د دې ولایت د بزګرانو او مالدارانو دستونزو حلولو په پار بدخشان ولایت ته سفر کړی دی د بدخشان ولایت دکرنې ریاست له رییس او کارکوونکو سره وکتل.
په دې لیدنه کې د بدخشان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري قطب الدین دهنوي، د دې ریاست یوشمېر کارکوونکو او د بدخشان مرکز فیض آباد او بهارک ولسوالی د طبیعي سرچینو او څېړنیزو فارمونو یوشمېر مخکښو بزګرانو هم شتون درلود.
په همدې حال کې د بدخشان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري قطب الدین دهنوی د بدخشان ولایت د بزګرانو او مالدارانو د ستونزو هوارولو په پار د کرنې وزارت د پلاوي د سفر هر کلۍ وکړ او ددې ریاست د کړنو لنډ راپور او طبیعي سرچینو او څېړنیزو فارمونو د تجهیز او اکمال په برخه کې د بنسټیزو پروژو د طرحې وړاندیز، د اوبولګولو پروژو پلي کول، د معیاري سړوخونو جوړول او د لبنیاتو او مېوو د پروسس مرکزونه جوړولو په برخه کې طرحې وړاندې کړل، چې کولای شي، چې دکرنې او مالدارۍ، دکرنیزو محصولاتو ځنځیري ارزښت، کارموندنې، خوړو خوندیتوب، تل پاتې کرنې  په برخه کې  اساسي رول ولوبوي.
په همدې حال کې دکرنې او مالدارۍ مرستیال د دوی د ستونزو او وړاندیزونو تر اورېدو وروسته اړوندو چارواکو ته د شته ستونزو د هوارولو په پار لازې لارښوونې وکړې او ویې ویل، چې د بدخشان په ولایت کې د ملخانو پر وړاندې د مبارزې چارې دې په جدي توګه ترسره کړي او د بوټو ساتنې کارکوونکو ته اړین درمل په واک کې ورکړي، ترڅو دوی په بېړنیو حالاتو کې وکولای شي، چې پر خپل وخت لاس په کار شي او د افتونو او ناروغیو د ګواښونو کچه ټیټه کړي.
ددې لیدنې په ترڅ کې د کرنیزو تخمونو د تصدیق ورکونې رییس مولوی صدیق الله رحماني، د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله، دکرنې د پراختیا صندوق (ADF) رییس انجنیر عبدالغفور غفاري،دکندز دکرنې رييس مولوی امان الله حسن، د بدخشان دکرنې رییس قاری قطب الدین دهنوی او دکرنې او مالدارۍ مرستیال سلاکار مولوی ګل حضرت د کرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدر اعظم عثماني ملتیا کوله.

دیدار معین زراعت و مالداری با کارمندان ریاست زراعت بدخشان
۲۵ ثور ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری که به هدف بررسی وضعیت کلی زراعت و مالداری و حل مشکلات دهقانان و مالدارن به ولایت بدخشان سفر کرده با رییس و کارمندان زراعت بدخشان دیدار کرد.
این دیدار با حضور داشت قاری قطب الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری، کارمندان ریاست زراعت و شماری از دهقان های پیشقدم، ازفارم های تحقیقات زراعتی و منابع طبیعی درمرکز (فیض آباد) و ولسوالی بهارک این ولایت حضور داشتن.  
 قاری قطب الدین دهنوی رئیس زراعت ولایت بدخشان از سفر هیئت وزارت زراعت به ولایت بدخشان را جهت حل مشکلات دهقانان و مالدارن این ولایت استقبال کرده گزارش مختصر دستاوردها را بیان کرده و  پیشنهادات طرح ودیزاین پروژه‌های بنیادی دربخش اکمال و تجهیز فارم‌های تحقیقات زراعتی و منابع طبیعی، تطبیق پروژه های آبیاری، ایجاد سردخانه‌های معیاری و ایجاد مراکز پروسس لبنیات و میوه جات را که می‌توانند تقش اساسی درتولید، زنجیره ارزش محصولات زراعتی، اشتغال زایی، مصونیت غذایی و زراعت پایدار دراین ولایت دارند به معین زراعت و مالداری پیشکش نمودند.
 در همین حال معین زراعت و مالداری پس از استماع پیشنهادات و مشکلات دهقانا و مالدارن به مسولین مربوطه هدایت دادند تا  مشکلات موجود فراراه مجادله علیه آفات نباتی در ولایت بدخشان را جدی درنظر گرفته و ادویه لازم را دراختیار کارمندان بخش حفاظه نباتات قرار دهند تا آنها بتوانند درحالت‌های اضطرار به موقع عمل نموده و سطح خساره ازناحیه آفات وامراض را کاهش دهند.
در جریان این دیدار مفتی ذاکرالله رییس عمومی مالداری و صحت حیوانی، انجینیر عبدالغفور غفاری رییس صندوق وجهی انکشاف زراعت ADF، مولوی صدیق الله رییس تصدیق تخم‌های بذری، مولوی گل حضرت مشاور معین زراعت و مالداری، مولوی امان الله حسن رییس زراعت کندز و قاری قطب الدین دهنوی رییس زراعت بدخشان  حضور داشتند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۱:۵
Background image

خوست کې د لرګیو د ضبط او قاچاق د مخنیوي څارنه

۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، د خوست ولایت په بېلابېلو سیمو کې د لرګیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۰:۴۸
Background image

د ځنګلونو د حفاظت او د بیا احیا کولو  په پار د هڅو دوام

۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ځنګلونو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۰:۴۲
Background image

د باغ داود سيمې د کورونو د سروې چارې پیل شوې

۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ادارې د غیر رسمي ښاري سيمو د ثبت رياست مسوولينو او کارکوونکو لخوا د کابل ولايت په پنځمه حوزه او. . .

بازگشت