خوست کې ۱۰۰ اړمنو کورنیو ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شول
١۴ لیندۍ ۱۴۰۲ه.ش
۲۲جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت د سپېرې ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې پر ۱۰۰ بې وزلو، او اړمنو مېرمنو ته د دوی د کورني اقتصاد د پیاوړتیا په پار د هګیو چرګانو واړه فارمونه جوړ شول.
د دې مرستې په لړکې هرې کورنۍ ته د هګۍ ورکوونکو چرګانو ۳۰ قطعه يې فارمونه او د چرګان روزنې د فارم اړونده توکي وېشل شوي دي.
په يادو فارمونو کې هر کس ته ۳۰ هګې ورکوونکي چرګان، د چرګانو معياري خوراکه، د دانې خوړولو لوښې، د اوبو خوړولو لوښې او نور توکي ورکول شوی وو، چې دمګړۍ پر دغو کسانو چرګان او خوراکي توکي وېشل شوي دي .
ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د چرګانو روزنې صنعت ته پیاوړتیا ورکول او د بېوزله او کونډو مېرمنو اقتصادي ودې ته د کور دننه زمینه برابرول دي.