تهران کې له صنعتي شرکتونو څخه  دکرنې او مالدارۍ مرستیال لیدنه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۵ - ۱۰:۱۷
تهران کې له صنعتي شرکتونو څخه  دکرنې او مالدارۍ مرستیال لیدنه

۱۵ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال؛ د ایران اسلامي جمهوریت ته د خپل سفر په ترڅ کې د تهران د شمس‌آباد په صنعتي ښارګوټو کې د آدینه تولیدي ګروپ او د لوله ګستر خادمي شرکتونو څخه لیدنه وکړه.
دغه شرکتونه د اوبولګولو د نویو سیستمونو لپاره د پلي اټلین پایپونو او نلونو د تولید، د کیمیاوي سرې د تولید، د نباتي آفت وژونکو درملو تولید، د اصلاح شویو کرنیزو تخمونو، د کرنیزو وسایلو دتولید او د کرنیزو محصولاتو پروسس او بسته‌بندي په برخو کې فعالیت کوي.    
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د دې لیدنې پر مهال د شرکتونو له مسوولینو سره وکتل او په دغو شرکتونو کې د تولیداتو له بهیر او د کارول شویو نوښتونو په اړه یې مالومات ترلاسه کړل. هغه د دې شرکتونو پرمختللو فعالیتونو ستاینه وکړه او افغانستان سره د تولید ټکنالوژۍ د انتقال په برخه کې یې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه. هغه ټینګار وکړ چې دغه همکارۍ کولی شي د افغانستان د کرنیزو او اوبو لګولو بنسټونو په پرمختګ کې مؤثره ونډه ولري او د دې برخې په ځان بسیاینې کې مرسته وکړي.
د یادو شرکتونو چارواکو هم د ټکنالوژۍ د لېږد، د مسلکي کارکوونکو د روزنې، او افغانستان ته د اړینو کرنیزو تجهیزاتو د چمتو کولو لپاره خپله اماده‌ګۍ څرګنده کړه.
دا لیدنه د افغانستان او ایران تر منځ د اقتصادي او صنعتي اړیکو د پیاوړتیا په لور یو مؤثر ګام ګڼل کېږي او هیله کېږي، چې د افغانستان په کرنیز او اوبو لګولو سکتور کې د دوامداره پرمختګ لامل شي.

بازدید معین زراعت و مالداری از شرکت‌های صنعتی در تهران
۱۵ قوس ۱۴۰۳ هـ.ش
معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان در جریان سفر به جمهوری اسلامی ایران از گروه شرکت‌های تولیدی آدینه و شرکت لوله گستر خادمی در شهرک‌های صنعتی شمس‌آباد تهران بازدید کرد.
این شرکت‌ها در زمینه تولید لوله‌ها و پایپ‌های پلی‌اتیلن برای سیستم‌های جدید آبیاری، تولید کودهای کیمیاوی، آفت‌کش‌های نباتی، تخم‌های بذری اصلاح‌شده، وسایل زراعتی، و پروسس و بسته‌بندی محصولات زراعتی فعالیت دارند.
معین زراعت و مالداری در این بازدید با مسئولان شرکت‌ها دیدار کرده و از روند تولیدات و نوآوری‌های به‌کار رفته در این مراکز مطلع شد. وی با تقدیر از فعالیت‌های پیشرفته این شرکت‌ها، خواستار همکاری بیشتر در زمینه انتقال تکنولوژی تولید به افغانستان شد. وی تأکید کرد که این همکاری‌ها می‌تواند نقش مؤثری در توسعه زیربناهای زراعتی و آبیاری افغانستان داشته و به خودکفایی این بخش کمک کند.
مسئولین شرکت‌های یادشده نیز آمادگی خود را برای انتقال تکنولوژی، آموزش نیروهای متخصص، و تهیه تجهیزات زراعتی مورد نیاز افغانستان اعلام کردند.
این بازدید گامی مؤثر در جهت تقویت روابط اقتصادی و صنعتی میان افغانستان و ایران محسوب می‌شود و انتظار می‌رود به توسعه پایدار در بخش زراعت و آبیاری افغانستان منجر شود.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۰:۲۶
Background image

دهلمند ولایت مارجې ولسوالی کې یوشمېر بزګران وروزل شول

۲۴ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۷ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت  د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مارجې ولسوالی د کرنیزو خدمتونو مدیریت مسؤلینو له‌ خوا لسګونو بزګرانو ته د سبو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۰:۲۵
Background image

صنعتي پانګه‌والو ستونزو ته د حل ډاډ؛ د ننګرهار وادي کرنيز شرکت اجرائيوي رییس له فابریکو لیدنه وکړه

د ننګرهار وادي کرنيز شرکت اجرائيوي رییس سید محمد نعیم محمدي د کرنې، مالدارۍ او تولیداتو خونې له رییس الحاج اجمل رحماني سره یوځای د هډې فارم دویم بلاک کې د دې شرکت پر ځمکه جوړو شویو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۰:۲۲
Background image

لغمان کې د ۱۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت څلور د کبانو تولیدي فارمونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې "اف اې او" په مالي ملاتړ، د قرغیو ولسوالی په چهارباغ سیمه کې څلور د کبانو تولیدي فارمونه. . .

بازگشت