لغمان کې د ۱۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت څلور د کبانو تولیدي فارمونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۰:۲۲
85454

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې "اف اې او" په مالي ملاتړ، د قرغیو ولسوالی په چهارباغ سیمه کې څلور د کبانو تولیدي فارمونه جوړ او رسماً پرانیستل شول. دغه پروژه د ۱۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت پلې شوې ده.
یاد فارمونه د لغمان د کرنې رییس الحاج مولوي عبدالستار محمد، د اوبو او انرژۍ رییس مولوي شیرجان راشیدي، د افغانستان لپاره د "اف اې او" ادارې مسؤل ریچارډ، د ختیځ زون مسؤل خوشحال اصفي او ورسره پلاوي په شتون کې د فارمونو په حوضونو کې د کوچنیو کبانو په خوشي کولو سره رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
په دې مراسمو کې د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد د اف اې او له لوري د ترسره شویو او روانو پروژو څخه مننه وکړه، خو زیاته یې کړه، چې دا پروژې د ټول ولایت اړتیاوې نه شي پوره کولی. هغه له یاد سازمان، د الینګار او الیشنګ سیندونو پر غاړه د کبانو ۴۰۰ نورو فارمونو جوړول، وچکالۍ ځپلو مالدارانو ته حیواني متوازنې خوراکې او اصلاح شوې نسلي وزو وېش، د تبک واکسین تطبیق، سوداګریزو شنو خونو او د املوکو، شفتالو او انارو بڼونو جوړل او د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سرې وېش غوښتنه وکړه.
د "اف اې او" مسؤل ښاغلي ریچارډ د کرنې ریاست له مشرتابه سره د ښې همغږۍ ستاینه وکړه، د نوو پروژو منظورېدو هیله یې وښوده او د دوامدارې همکارۍ ژمنه یې وکړه.
همداراز د کرنې رییس د "اف اې او" پلاوي په ګډون، د یادو فارمونو څښتنانو ته د فارم اړوند ۱۱ قلمه مختلف وسایل هم ووېشل.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره "اف اې او" په افغانستان کې د کرنې د ودې، خوړو خوندیتوب او د بزګرانو او مالدارانو د اقتصادي حالت د ښه والي لپاره پراختیایي پروژې پلي کوي. د کبانو فارمونه د کرنیزو عوایدو د تنوع لپاره مهم فرصت ګڼل کېږي، په ځانګړي ډول د هغو سیمو لپاره چې د سیندونو اوبو ته لاسرسی لري.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۲۲
Background image

د کرنې وزارت او ملي احصایې ادارې ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش

١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او ملي احصایې ادارې ترمنځ تخنیکي او د همغږۍ غونډه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۱۸
Background image

د کرنې وزیر د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له نوي استازي سره وکتل

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش

١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له نوي استازي تورهان صالح. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۳۴
Background image

ننګرهار کې لسګونو بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو ته مسلکي روزنه ورکړل شوه

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په سره رود، چپرهار، کوزکونړ، کامې او هسکې مېنې ولسوالیو کې لسګونو بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو ته د کرنې او مالدارۍ په. . .

بازگشت