لوګر کې د نږدې لس میلیونه افغانیو په لګښت د اوبولګولو شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۱ - ۱۶:۳۳
شبکه‌ی آبیاری زاهدآباد لوگر به ارزش ۱۰ میلیون افغانی به بهره‌برداری سپرده شد

۲۱ سلواغه ۱۳۹۹
د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ اړوند د ذاهد آباد سیمې د اوبولګولو شبکې د رغولو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې، د لوګر والي عبدالقیوم رحیمي، د کرنې رییس عبدالله تسل او د یاد ولایت د ملکي او نظامي ادارو یوشمېر چارواکو کډون درلود.
د لوګر د کرنې رییس عبدالله تسل وایي، چې د اوبولګولو یاده شبکه ۳.۱۵ کیلومتره اوږدوالی لري او څه باندې درې زره او ۵۰۰ جریبه ځمکه خړوبوي او سلګونه کورنۍ ورڅخه هر اړخیزه ګټه پورته کوي.
د اوبولګولو د یادې شبکې د رغولو ټولیز لګښت ۹.۹میلیونه افغانۍ ده، چې دکرنې وزارت د خلکو په ګډون دکرنې او مالدارۍ پروژې «CLAP» له خوا د یوه کال په موده رغول شوې ده.
ددې شبکې په رغولو کې د سیمې یوشمېر اوسیدونکو ته  دکار زمینه هم برابره شوې وه او ترڅنګ یې ۴۰ سلنه د اوبو له ضایعاتو څخه مخنیوی کوی او همداراز د هغو ځمکو کرنیز محصولات به هم  ۲۵ سلنه لوړ شي، چې د دې شبکې له لارې خړوبېږي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۵:۲۶
Background image

کونړ کې پر زرګونو مالدارانو د څارویو د خوراکي توکو وېش لړۍ پيل شو

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کونړ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او»  په مالي ملاتړ او د افغان ځوانانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۰:۴۱
Background image

ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق                                                                   
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوټ،غني خېل،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۹:۳۵
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد رییس د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق له دفترونو او درسي پروګرامونو څخه لیدنه وکړه

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد رییس مولوي محب‌الله انعام د یاد وزارت د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق له دفترونو څخه. . .

بازگشت