کندهار کې د ۱.۳۵ میلیونه ډالرو په لګښت د ۱۰ چکډېمونو او دوو کانالونو د جوړولو چارې روانې دي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۳:۲
کندهار کې د ۱.۳۵ میلیونه ډالرو په لګښت د ۱۰ چکډېمونو او دوو کانالونو د جوړولو چارې روانې دي

۱۴ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار ولایت په شپږو ولسوالیو کې د اوبو د مدیریت، د باراني اوبو د مهار او زېرمه کولو او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د شاوخوا یو میلیون او ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د ۱۰ چکډېمونو او دوو اوبو رسولو کانالونو د جوړولو چارې روانې دي.
دغه پروژې د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌ا‌و» په مالي ملاتړ پلې کېږي، چې رغنیزې چارې یې د ټاکل شویو معیارونو او تخنیکي اصولو له مخې پر مخ وړل کېږي.
د کندهار د کرنې ریاست د چارواکو د معلوماتو له مخې، له یادو ۱۰ چکډېمونو څخه پنځه یې په کښته شاولیکوټ، دوه په ارغستان او یو ـ یو چکډېم په نېش، سپین بولدک او تخته پل ولسوالیو کې جوړېږي. همدارنګه، د اوبو رسولو یو کانال په لوړ شاولیکوټ او بل په سپین بولدک ولسوالۍ کې تر جوړېدو لاندې دی.
د معلوماتو له مخې، د دغو ټولو پروژو رغنیزې چارې په سنګي، اساسي او معیاري ډول روانې دي، چې په بشپړېدو سره به یې د ۳۶۰ زره متره مکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت رامنځته شي.
د یادو پروژو اساسي موخه د باراني اوبو مهار او زېرمه کول، د ځمکې لاندې اوبو د زېرمو پیاوړتیا، د موسمي سېلابونو د زیانونو مخنیوی، د بزګرانو او مالدارانو د اوبو ستونزو کمول او د وچکالۍ پر وړاندې د اغېزناکو تدابیرو نیول دي.
کندهار د هېواد له هغو ولایتونو څخه دی، چې په وروستیو کلونو کې د اوبو له کمښت او وچکالۍ سره مخ دی. د باراني اوبو د نه مهار کېدو له امله د اوبو یوه لویه برخه ضایع کېږي او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو او د ځمکې لاندې اوبو د زېرمو پر پیاوړتیا منفي اغېز کوي. له همدې امله، د چکډېمونو، کانالونو او نورو اوبو مهارونکو پروژو جوړول د اوبو د سرچینو د پیاوړتیا، د کرنیزو ځمکو د خړوبولو، د بزګرانو او مالدارانو د ستونزو د کمولو او د وچکالۍ د اغېزو پر وړاندې د مبارزې لپاره ځانګړی اهمیت لري. اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې او نړۍوالو همکارو بنسټونو په مالي ملاتړ د ورته پروژو پلي کولو ته هڅې کوي.


جریان ساخت ۱۰ چکدم و دو کانال آبیاری به ارزش ۱.۳۵ میلیون دالر در ولایت کندهار ادامه دارد
۱۴ عقرب ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ جمادی‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
به‌منظور مدیریت آب، مهار و ذخیره‌سازی آب‌های باران و آبیاری زمین‌های زراعتی، کار ساخت ۱۰ چکدم و دو کانال آبیاری به ارزش مجموعی حدود یک میلیون و ۳۵۰ هزار دالر امریکایی، در شش ولسوالی ولایت کندهار جریان دارد.
این پروژه‌ها با هماهنگی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندهار و حمایت مالی سازمان خوراک و زراعت ملل متحد (FAO) تطبیق می‌شوند و کارهای ساختمانی آن‌ها مطابق معیارهای تعیین‌شده و اصول تخنیکی پیش برده می‌شود.
بر اساس معلومات مسئولان ریاست زراعت کندهار، از مجموع ۱۰ چکدم، پنج چکدم در ولسوالی پایین شاولیکوت، دو چکدم در ولسوالی ارغستان و در هر یک از ولسوالی‌های نیش، سپین‌بولدک و تخته‌پل یک چکدم اعمار می‌شود. همچنان، یک کانال آبیاری در ولسوالی بالای شاولیکوت و کانال دیگر در ولسوالی سپین‌بولدک در حال ساخت است.
به گفته مسئولان، کارهای ساختمانی تمامی این پروژه‌ها به‌گونه اساسی و معیاری جریان دارد که با تکمیل آن‌ها، ظرفیت ذخیره‌سازی ۳۶۰ هزار متر مکعب آب فراهم خواهد شد.
مهار و ذخیره‌سازی آب‌های باران، تقویت منابع آب‌های زیرزمینی، جلوگیری از خسارات ناشی از سیلاب‌های موسمی، کاهش مشکلات آبی دهاقین و مالداران و اتخاذ تدابیر مؤثر در برابر خشکسالی، از اهداف اساسی این پروژه‌ها به شمار می‌رود.
کندهار از جمله ولایت‌هایی است که در سال‌های اخیر با کمبود آب و خشکسالی مواجه بوده است. به دلیل مهار نشدن آب‌های باران، بخش بزرگی از این منابع آبی هدر می‌رود که این امر بر آبیاری زمین‌های زراعتی و تقویت ذخایر آب‌های زیرزمینی تأثیر منفی می‌گذارد.
از همین‌رو، ساخت چکدم‌ها، کانال‌های آبیاری و سایر پروژه‌های مهار آب، در تقویت منابع آبی، آبیاری زمین‌های زراعتی، کاهش مشکلات دهاقین و مالداران و مقابله با پیامدهای خشکسالی اهمیت ویژه دارد. امارت اسلامی با استفاده از بودجه انکشافی و حمایت مالی نهادهای همکار بین‌المللی، برای تطبیق چنین پروژه‌هایی تلاش می‌کند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۳:۲
Background image

لغمان کې د څه باندې ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت د ۳۰۰ جریبه جبه‌زاره ځمکو د اصلاح پروژه پیل شوه

۱۴ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې له لارې، د لغمان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې د مهترلام ښار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۳:۲
Background image

کندهار کې د ۱.۳۵ میلیونه ډالرو په لګښت د ۱۰ چکډېمونو او دوو کانالونو د جوړولو چارې روانې دي

۱۴ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار ولایت په شپږو ولسوالیو کې د اوبو د مدیریت، د باراني اوبو د مهار او زېرمه کولو او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د شاوخوا یو میلیون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۰:۲۵
Background image

غزني کې د شاړو ځمکو د ابادولو او کرنیزو فعالیتونو د پراختیا هڅې ګړندۍ شوې

۱۴ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د شاړو ځمکو د ابادولو، د کرنیزو فعالیتونو د پراختیا او د خصوصي پانګونې د هڅونې په موخه خپلې. . .

بازگشت