غزني کې د شاړو ځمکو د ابادولو او کرنیزو فعالیتونو د پراختیا هڅې ګړندۍ شوې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۰:۲۵
غزني کې د شاړو ځمکو د ابادولو او کرنیزو فعالیتونو د پراختیا هڅې ګړندۍ شوې

۱۴ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د شاړو ځمکو د ابادولو، د کرنیزو فعالیتونو د پراختیا او د خصوصي پانګونې د هڅونې په موخه خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي.
د دغو هڅو په لړ کې، د یوشمېر کرنیزو شرکتونو په ملتیا د زرګونو جریبو شاړو ځمکو د ابادولو په‌پار په دې برخه کې خپل فعالیتونه پیل کړي دي.
د یادو شرکتونو له لوري د کرنیزو فعالیتونو په پراختیا سره به شاړې ځمکې پر حاصلخېزو کرنیزو ځمکو بدلې شي، د کرنیزو محصولاتو کچه به لوړه شي، زرګونو کسانو ته به د کار زمینه برابره او د کرنې په برخه کې به نوي او عصري سیستمونه معرفي شي.
د غزني د کرنې ریاست هڅه کوي، چې د دولتي ادارو او خصوصي سکټور ترمنځ د همغږۍ او ګډې همکارۍ له لارې د کرنې سکټور پیاوړی کړي، د کرنیزو ځمکو له شته ظرفیتونو اغېزمنه ګټه پورته کړي او د هېواد د خوراکي توکو د تولید په برخه کې د ځان‌بسیاینې لپاره لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.
د شاړو ځمکو ابادول او په کرنیزو ځمکو بدلول د کرنیز تولید د زیاتوالي، د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو، د خصوصي پانګونې د پراختیا او د هېواد د اقتصادي ودې له مهمو لارو څخه دي. په دې برخه کې د خصوصي سکټور پانګونه، د عصري کرنیزو سیستمونو دودول او د دولتي ادارو ملاتړ کولای شي د کرنیزو سرچینو په اغېزمن مدیریت، د کورنیو تولیداتو په زیاتوالي او د خوراکي توکو د اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول ولوبوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۳:۲
Background image

لغمان کې د څه باندې ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت د ۳۰۰ جریبه جبه‌زاره ځمکو د اصلاح پروژه پیل شوه

۱۴ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې له لارې، د لغمان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې د مهترلام ښار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۳:۲
Background image

کندهار کې د ۱.۳۵ میلیونه ډالرو په لګښت د ۱۰ چکډېمونو او دوو کانالونو د جوړولو چارې روانې دي

۱۴ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار ولایت په شپږو ولسوالیو کې د اوبو د مدیریت، د باراني اوبو د مهار او زېرمه کولو او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د شاوخوا یو میلیون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۰:۲۵
Background image

غزني کې د شاړو ځمکو د ابادولو او کرنیزو فعالیتونو د پراختیا هڅې ګړندۍ شوې

۱۴ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د شاړو ځمکو د ابادولو، د کرنیزو فعالیتونو د پراختیا او د خصوصي پانګونې د هڅونې په موخه خپلې. . .

بازگشت