کندهار کې د املوکو سږني حاصلات ۱۵ سلنه زیات شوي دي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۵:۲۴
کندهار کې د املوکو سږني حاصلات ۱۵ سلنه زیات شوي دي

۱۱ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو او د بڼوالۍ د پراختیا په پایله کې، سږ کال د دغه ولایت د املوکو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله شاوخوا ۱۵ سلنه زیاتوالی راغلی او د املوکو د بڼونو مساحت هم پراخ شوی دی.
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت د معلوماتو له مخې، سږ کال د دغه ولایت په پنجوايي، ارغنداب، ژړۍ او ډنډ ولسوالیو کې پر شاوخوا ۱۰۰ هکټاره ځمکه د املوکو بڼونه جوړ شوي، چې له یادې اندازې ځمکې څخه به نږدې ۶۰۰ مټریک ټنه املوک ترلاسه شي.
د یاد ریاست د بڼوالۍ د پراختیا متخصص، انجنیر ایمل حکیمي وایي، چې د املوکو د بڼونو د مساحت له زیاتوالي سره هم‌مهاله، د دغه محصول په حاصلاتو کې هم د تېر کال په پرتله د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
د نوموړي په وینا، تېر کال د کندهار په یادو سیمو کې پر شاوخوا ۶۰ هکټاره ځمکه د املوکو بڼونه موجود وو، چې له دغو بڼونو څخه نږدې ۳۵۰ مټریک ټنه حاصلات ترلاسه شوي وو.
د یادونې وړ ده، چې د بڼوالۍ د پراختیا، د کرنیزو محصولاتو د زیاتوالي او د بزګرانو د اقتصادي ودې په موخه د املوکو د بڼونو پراختیا د کندهار د کرنې ریاست له مهمو کرنیزو فعالیتونو څخه ګڼل کېږي.


افزایش ۱۵ درصدی حاصلات املوک در ولایت کندهار
۱۱ عقرب ۱۴۰۵ هـ.ش
در نتیجه تلاش‌های ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندهار و توسعه باغداری، امسال حاصلات املوک در این ولایت در مقایسه با سال گذشته حدود ۱۵ درصد افزایش یافته و مساحت باغ‌های املوک نیز گسترش یافته است.
بر اساس معلومات آمریت امور زراعتی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری کندهار، امسال در ولسوالی‌های پنجوایی، ارغنداب، ژیری و ډنډ این ولایت، در حدود ۱۰۰ هکتار زمین باغ‌های املوک ایجاد شده است که از این مساحت، نزدیک به ۶۰۰ متریک تُن املوک به‌دست خواهد آمد.
انجنیر ایمل حکیمی متخصص انکشاف باغداری ریاست زراعت کندهار می‌گوید که هم‌زمان با افزایش مساحت باغ‌های املوک، حاصلات این میوه نیز در مقایسه با سال گذشته به‌گونه چشم‌گیری افزایش یافته است.
به گفته وی، سال گذشته در مناطق یادشده کندهار، در حدود ۶۰ هکتار زمین باغ‌های املوک موجود بود که از این باغ‌ها نزدیک به ۳۵۰ متریک تُن محصول به‌دست آمده بود.
گسترش باغ‌های املوک به‌منظور توسعه باغداری، افزایش محصولات زراعتی و رشد اقتصادی دهقانان، از فعالیت‌های مهم زراعتی ریاست زراعت کندهار به‌شمار می‌رود.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۵:۲۴
Background image

کندهار کې د املوکو سږني حاصلات ۱۵ سلنه زیات شوي دي

۱۱ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو او د بڼوالۍ د پراختیا په پایله کې، سږ کال د دغه ولایت د املوکو په حاصلاتو کې د تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۰:۱۴
Background image

د لغمان د کرنې رییس د ولسونو د ستونزو اورېدو او کرنیز وضعیت ارزونې په موخه بادپښ ولسوالۍ ته سفر وکړ

۱۱ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان د ولایت مرستیال والي الحافظ انځرګل عبدالله په مشرۍ، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سلیمان ایمن، د سکتوري ریاستونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۰:۱۴
Background image

دمیدان وردګ ولایت په نرخ ولسوالی کې بزګرانو ته کرنیز تخمونه وویشل شول

۱۱ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
 دمیدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالی کې د افغان سوله جوړه ونکې بشري مؤسسی اود کرنې اوبولګولو اومالدارۍ ریاست دمسؤلو کارمندانو په پوره همغږۍ په. . .

بازگشت