دمیدان وردګ ولایت په نرخ ولسوالی کې بزګرانو ته کرنیز تخمونه وویشل شول

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۰:۱۴
دمیدان وردګ ولایت په نرخ ولسوالی کې بزګرانو ته کرنیز تخمونه وویشل شول

۱۱ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
 دمیدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالی کې د افغان سوله جوړه ونکې بشري مؤسسی اود کرنې اوبولګولو اومالدارۍ ریاست دمسؤلو کارمندانو په پوره همغږۍ په ۵۰۰ مستحقو بزګرانو باندی د اصلاح شويو غنمو تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شول.
ددې مرستې په ترڅ کې پر هر بزګر ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوي تخم، ۵۰ کیلوګرامه توره او ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره ووېشل شول. همداراز یادو بزګرانو ته دافغان سوله جوړونکې بشري مؤسسې او د کرنې ریاست دمسؤلو کسانو لخوا دیادو تخونو دکښت، دکرکیلې، اوبولګولو، خشاوې، دسرې داستمال دحاصل دترلاسه کولو په هکله  روزنه هم ورکړل شو.
باید وویل شي، چې دیادې ولسوالی بزګرانو دیادې مؤسسې او کرنې ریاست له مسؤلو کسانو څخه دزړه له تله مننه وکړه او د داسې نورو تخمونو غوښتنه یی وکړه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۵:۲۴
Background image

کندهار کې د املوکو سږني حاصلات ۱۵ سلنه زیات شوي دي

۱۱ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو او د بڼوالۍ د پراختیا په پایله کې، سږ کال د دغه ولایت د املوکو په حاصلاتو کې د تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۰:۱۴
Background image

د لغمان د کرنې رییس د ولسونو د ستونزو اورېدو او کرنیز وضعیت ارزونې په موخه بادپښ ولسوالۍ ته سفر وکړ

۱۱ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان د ولایت مرستیال والي الحافظ انځرګل عبدالله په مشرۍ، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سلیمان ایمن، د سکتوري ریاستونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۰:۱۴
Background image

دمیدان وردګ ولایت په نرخ ولسوالی کې بزګرانو ته کرنیز تخمونه وویشل شول

۱۱ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
 دمیدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالی کې د افغان سوله جوړه ونکې بشري مؤسسی اود کرنې اوبولګولو اومالدارۍ ریاست دمسؤلو کارمندانو په پوره همغږۍ په. . .

بازگشت