په وروستیو درو کلونو کې یوازې د کرنې وزارت دیوې برنامې له لارې په ننګرهار کې دوه زره او ۶۸۱ جریبه بڼونه جوړ شوي دي
۲ کب ۱۳۹۹
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې له ۲۰۱۸ام کال را په دېخوا د کرنې وزارت د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې یا «CBARD» له خوا په دې ولایت کې دوه زره ۶۸۱ جریبه بڼونه جوړ شوي دي.
د ننګرهار په ولایت کې په نویو جوړ شویو بڼونو کې د سټروسو، انار، املوکو، شفتالو، مڼې، مالټې، چهارمغزو، ګیلاس او شفتالو بڼونه شامل دي.
د یاد بڼونو د جوړولو ترڅنګ د چپرهار، اچین، خوګیاڼو، شېرزادو، کوټ او روداتو ولسوالیو کې پر یوشمېر ننګرهاري بزګرانو د بڼوالۍ ۹۰۲ کڅوړې هم وېشل شوي دي.