هلمند کې پر یوشمېر مخکښو کروندګرو توکي ووېشل شوې

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۷ - ۹:۴
هلمند کې پر یوشمېر مخکښو کروندګرو توکي ووېشل شوې

۶ کب ۱۳۹۸
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د نهرسراج ولسوالۍ ۵۱ مخکښو کروندګرو ته د سبو د ناروغیو او افتونو د هراړخیز کنټرول دعملي روزنې تر څنګ دوی ته د سبو د ناروغیو د هر اړخیز کنټرول په موخه توکي هم ورکړل شوي دي.
د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، چې دغو مخکښو بزګرانو ته د مرسي کور بدیل معیشت پروګرام په همکارۍ د سبو دناروغیو هراړخیز کنټرول روزنه او دغه راز په دې برخه کې اړین توکي ورکړل شوي دي.
د دې روزنیز پروګرام په لړ کې ګډونوالو ته د سبو د ناروغیو د هر اړخیز کنټرول لارې چارې په عملي او نظري ډول ښودل شوي دي.
د هلمند دکرنې ریاست هلې ځلې کوي، چې بزګرانو ته د نباتي ناروغیو او افتونو د مخنیوي لارې چارې ور زده کړي، ترڅو د بزګرانو د کروندو حاصلات ښه او اقتصادي ودې ته یې زمینه برابره شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۵۰
Background image

ننګرهار کې له ۲٤ بزګرانو سره د شفتلو اصلاح شوي تخم، کیمیاوي سرې او کرنیزو وسایلو مرسته وشوه

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۴۹
Background image

کونړ کې د ۲۷ میلیونو افغانیو په ارزښت د معیشت او ځنګلدارۍ پروژه پلي کېږي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د آسیا  ټولنې د پراختیا مؤسسې  مسؤلینو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو له مرستیال مولوي بازمحمد فیضان سره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۴
Background image

پکتیکا کې د انګورو حاصلات څلور سلنه زیات شوي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله څلور. . .

بازگشت