کونړ کې د ۲۷ میلیونو افغانیو په ارزښت د معیشت او ځنګلدارۍ پروژه پلي کېږي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۴۹
ننګرهار کې له ۲٤ بزګرانو سره د شفتلو اصلاح شوي تخم، کیمیاوي سرې او کرنیزو وسایلو مرسته وشوه

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د آسیا  ټولنې د پراختیا مؤسسې  مسؤلینو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو له مرستیال مولوي بازمحمد فیضان سره په کتنه کې، د کونړ ولایت په شیګل ولسوالی کې د ۲۷ میلیونه، ۸۱۵ زره او ۶۲۵ افغانیو په ارزښت د یوې پروژې د پلي کېدو خبر ورکړ..
د یادې مؤسسې د چارواکو په وینا، دغه پروژه د «د ټولنې پر بنسټ له اقلیمي بدلونونو سره د همغږې معیشت او ځنګلدارۍ» تر سرلیک لاندې، د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) په مالي تمویل، د څلورو میاشتو په موده کې پلي کېږي.
د دغې پروژې موخه په کونړ ولایت کې د زیان‌منو ټولنو د معیشت ښه والی او د چاپېریال ساتنې د دوامدارۍ پیاوړتیا ده، چې د ځنګلونو او څړځایونو د مدیریت او له اقلیمي بدلونونو سره د ټولنو د عیارېدنې د کچې د لوړولو له لارې به ترسره شي.
په دې لیدنه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان وویل، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او اړوند مسؤلین له همکارو مؤسسو سره د هر ډول اړینې همکارۍ لپاره چمتو دي.
نوموړي له همکارو مؤسسو وغوښتل، چې خپلې پروژې د کرنې وزارت په همغږۍ پلي کړي، څو له شته سرچینو څخه اغېزمنه ګټه واخیستل شي او پروژې لا ډېرې اغېزناکې پایلې ولري.
د آسیا ټولنې د پراختیا مؤسسه (ACDO) یوه غیرانتفاعي، غیرسیاسي او نادولتي اداره ده، چې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د پوهنې، اوبو او حفظ‌الصحې، ودانیزو چارو او ټولنیز خوندیتوب په برخو کې فعالیت کوي.


پروژه‌ای به ارزش بیش از ۲۷ میلیون افغانی در بخش معیشت و جنگلداری در کنر تطبیق می‌شود
۲۳ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش
مسئولان مؤسسه انکشاف جامعه آسیا (ACDO) در دیدار با مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، از تطبیق پروژه‌ای به ارزش ۲۷ میلیون و ۸۱۵ هزار و ۶۲۵ افغانی در ولسوالی شیگل ولایت کنر خبر دادند.
به گفته مسئولان این مؤسسه، این پروژه تحت عنوان «معیشت و جنگلداری جامعه‌محور و سازگار با تغییرات اقلیمی» با تمویل مالی برنامه انکشافی سازمان ملل متحد (UNDP) و در مدت چهار ماه تطبیق خواهد شد.
هدف از اجرای این پروژه، بهبود معیشت و تقویت پایداری محیط‌زیستی جوامع آسیب‌پذیر در ولایت کنر از طریق مدیریت جنگلات و چراگاه‌ها و افزایش سازگاری جوامع با تغییرات اقلیمی عنوان شده است.
مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت در این دیدار گفت که وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان مربوط، آماده هرگونه همکاری لازم با مؤسسات همکار هستند و از این مؤسسات خواست تا پروژه‌های خویش را با هماهنگی وزارت زراعت تطبیق کنند تا از منابع موجود استفاده مؤثر صورت گرفته و پروژه‌ها موثریت بیشتری داشته باشند.
مؤسسه انکشاف جامعه آسیا (ACDO) یک نهاد غیرانتفاعی، غیرسیاسی و غیردولتی است که در بخش‌های تعلیم و تربیه، آب و حفظ‌الصحه، ساختمان و مصونیت اجتماعی در مرکز و ولایات کشور فعالیت می‌کند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۵۰
Background image

ننګرهار کې له ۲٤ بزګرانو سره د شفتلو اصلاح شوي تخم، کیمیاوي سرې او کرنیزو وسایلو مرسته وشوه

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۴۹
Background image

کونړ کې د ۲۷ میلیونو افغانیو په ارزښت د معیشت او ځنګلدارۍ پروژه پلي کېږي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د آسیا  ټولنې د پراختیا مؤسسې  مسؤلینو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو له مرستیال مولوي بازمحمد فیضان سره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۴
Background image

پکتیکا کې د انګورو حاصلات څلور سلنه زیات شوي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله څلور. . .

بازگشت