هلمند کې پر یوشمېر مخکښو کروندګرو توکي ووېشل شوې
![هلمند کې پر یوشمېر مخکښو کروندګرو توکي ووېشل شوې](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2020-02/87365781_3074000345957878_7763090427594407936_o.jpg)
۶ کب ۱۳۹۸
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د نهرسراج ولسوالۍ ۵۱ مخکښو کروندګرو ته د سبو د ناروغیو او افتونو د هراړخیز کنټرول دعملي روزنې تر څنګ دوی ته د سبو د ناروغیو د هر اړخیز کنټرول په موخه توکي هم ورکړل شوي دي.
د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، چې دغو مخکښو بزګرانو ته د مرسي کور بدیل معیشت پروګرام په همکارۍ د سبو دناروغیو هراړخیز کنټرول روزنه او دغه راز په دې برخه کې اړین توکي ورکړل شوي دي.
د دې روزنیز پروګرام په لړ کې ګډونوالو ته د سبو د ناروغیو د هر اړخیز کنټرول لارې چارې په عملي او نظري ډول ښودل شوي دي.
د هلمند دکرنې ریاست هلې ځلې کوي، چې بزګرانو ته د نباتي ناروغیو او افتونو د مخنیوي لارې چارې ور زده کړي، ترڅو د بزګرانو د کروندو حاصلات ښه او اقتصادي ودې ته یې زمینه برابره شي.