پکتیکا کې د انګورو حاصلات څلور سلنه زیات شوي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۴
656

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله څلور سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، دغه ولایت د انګورو د تولید له پلوه د هېواد له مهمو ولایتونو څخه دی او د ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د انګورو بڼونه شتون لري، چې هر کال ترې د پام وړ حاصلات ترلاسه کېږي.
د مسوولینو په خبره، د انګورو په حاصلاتو کې د زیاتوالي لامل د بڼونو ښه ساتنه او پالنه، د باغدارانو د پوهاوي کچه لوړېدل او د بڼوالۍ په برخه کې د کرنیزو لارښوونو او معیاري طریقو کارول دي.
د پکتیکا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست هڅه کوي، چې د بڼوالۍ د پراختیا، د حاصلاتو د کیفیت لوړولو او د بزګرانو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه له باغدارانو سره لازمې تخنیکي مرستې او کرنیزې لارښوونې ترسره کړي.
مسوولین تمه لري، چې د بڼوالۍ د پراختیا او د انګورو د تولید د کچې د لوړولو په دوام سره به د بزګرانو عایدات زیات او اقتصادي وضعیت یې لا ښه شي او په ورته وخت کې به د هېواد د کورنیو کرنیزو تولیداتو کچه هم لوړه شي.
پکتیکا د انګورو د تولید له پلوه د هېواد له مهمو ولایتونو څخه شمېرل کېږي، چې د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ګڼ شمېر د انګورو بڼونه شته. د بڼوالۍ پراختیا، د حاصلاتو د کیفیت لوړول او د بزګرانو د اقتصادي وضعیت ښه کول د کرنې ریاست له مهمو موخو څخه دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۵۰
Background image

ننګرهار کې له ۲٤ بزګرانو سره د شفتلو اصلاح شوي تخم، کیمیاوي سرې او کرنیزو وسایلو مرسته وشوه

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۴۹
Background image

کونړ کې د ۲۷ میلیونو افغانیو په ارزښت د معیشت او ځنګلدارۍ پروژه پلي کېږي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د آسیا  ټولنې د پراختیا مؤسسې  مسؤلینو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو له مرستیال مولوي بازمحمد فیضان سره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۴
Background image

پکتیکا کې د انګورو حاصلات څلور سلنه زیات شوي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله څلور. . .

بازگشت