ننګرهار کې ٦٠ بې وزله کورنیو سره د هګیو چرګانو مرسته وشوه
۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا» مؤسسې په ٢ میلیونه او ١٦٠ زره افغانیو مالي ملاتړ، د کوټ، چپرهار او رودات ولسوالیو ٦٠ بې وزله، تازه راستنو شوو هېوادوالو او اړمنو کورنیو سره د هګیو چرګانو مرسته وشوه.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد، وویل، چې دغه پروګرام د اړمنو کورنیو د اقتصادي وضعیت د ښه والي او د هغوی د کورنیو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه عملي شوی دی.
ښاغلي محمد وویل، چې هرې کورنۍ ٤٥ قطعې چرګې، ٥ قطعي چرګان، اته بوجۍ خوراکه او درمل ورکړل شوه.
د ډاکار مؤسسې سیمه ییز مسؤل انجینر جواد رفیقي ،د ننګرهار د کرنې ریاست له همکارۍ مننه وکړه او ویې ویل، چې د پروژو په بریالي تطبیق کې د یاد ریاست همکاري د ستاینې وړ ده.
هغه څرګنده کړه، چې د هګیو چرګانو وېش اساسي موخه د بې وزله کورنیو ملاتړ، د مالدارۍ سکتور پیاوړتیا او په سیمه کې د خوړو خوندیتوب ته وده ورکول دي.
ښاغلي رفیقي همدارنګه زیاته کړه، چې تېر کال هم د ډاکار مؤسسې له لوري په ننګرهار ولایت کې سلګونو بې وزله کورنیو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې ترسره شوې وې، چې د هغوی د اقتصادي پیاوړتیا او د مالدارۍ د ودې په برخه کې یې مثبتې پایلې لرلې.
