ننګرهار  کې ٦٠ بې وزله کورنیو سره د هګیو چرګانو مرسته وشوه

mail-admin
Tue, Sep 29 2026 3:33 PM
ننګرهار  کې ٦٠ بې وزله کورنیو سره د هګیو چرګانو مرسته وشوه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا» مؤسسې په ٢ میلیونه او ١٦٠ زره افغانیو مالي ملاتړ، د کوټ، چپرهار او رودات ولسوالیو ٦٠ بې وزله، تازه راستنو شوو هېوادوالو او اړمنو کورنیو سره د هګیو چرګانو مرسته وشوه.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد، وویل، چې دغه پروګرام د اړمنو کورنیو د اقتصادي وضعیت د ښه والي او د هغوی د کورنیو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه عملي شوی دی.
ښاغلي محمد وویل، چې هرې کورنۍ ٤٥ قطعې چرګې، ٥ قطعي چرګان، اته بوجۍ خوراکه او درمل ورکړل شوه.
د ډاکار مؤسسې سیمه ییز مسؤل انجینر جواد رفیقي ،د ننګرهار د کرنې ریاست له همکارۍ مننه وکړه او ویې ویل، چې د پروژو په بریالي تطبیق کې د یاد ریاست همکاري د ستاینې وړ ده.
هغه څرګنده کړه، چې د هګیو چرګانو وېش اساسي موخه د بې وزله کورنیو ملاتړ، د مالدارۍ سکتور پیاوړتیا او په سیمه کې د خوړو خوندیتوب ته وده ورکول دي.
ښاغلي رفیقي  همدارنګه زیاته کړه، چې تېر کال هم د ډاکار مؤسسې له لوري په ننګرهار ولایت کې سلګونو بې وزله کورنیو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې ترسره شوې وې، چې د هغوی د اقتصادي پیاوړتیا او د مالدارۍ د ودې په برخه کې یې مثبتې پایلې لرلې.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS